د کریکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) په شکیب الحسن دوه کلن بندیز ولګاوه   

روهي( څلورنۍ/۸ د لړم )، د کریکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د بنګله دیش ملي لوبډلې آل راؤنډر شکیب الحسن باندې وروسته له هغې دوه کلن بندیز ولګاوه له کله چې هغه ه اړه د فساد راپورونه نشر شول.
 
 
د راپورونو له مخې شکیب الحسن د هندي اتباعو او بیکي دیپک اګروال سره د ټیم داخلي مالوماتو په ځانګړي ډول د میچ جزئیاتو موندلو لپاره تماس نیولی و.
 

دیپک لومړی د۲۰۱۷ په نومبر کې د بنګله دیش غوره لیګ په جریان کې شکیب سره اړیکه ونیوله ، چیرې چې هغه د ډهاکه ډینامایټ نمایندګي کوله.
 
د آل راونډر نږدې ملګري خپل نمبر دیپک ته ورکړی و او دیپک له نامالوم کس څخه د بنګله دیش پریمیر لیګ کې د نورو لوبغاړو نومونه او شمیرې هم غوښتي وې.
 
بیا ، د جنوري په میاشت کې د دوهم ځل لپاره ، د بنګله دیش سره د درې هیوادونو لړیو په لړ کې تماس نیول شوی چې پکې سریلانکا او زیمبابوې هم برخه درلوده.