روهی( یوه نۍ/۵ د لړم )، د افغانستان کرکټ بورډ او کام اير خصوصي هوايي شرکت ترمنځ د ویسټ انډیز سیالیو لپاره د هوايي سفرونو په ډګر کې د ملګرتیا یا Airline Partnership تړون لاسليک شو چې پر بنسټ به یې د کام اير هوايي شرکت د یاد سفر لپاره د افغانستان له ملي لوبډلې او کرکټ بورډ له کارکوونکو سره د ټکټونو په برخه کې له کابل تر نوي ډهلي او له نوي ډهلي تر کابل پورې همکاري کوي چې په بدل کې به یې کرکټ بورډ هم په اړونده برخه کې د یاد شرکت د بازارموندنې په ډګر کې همکاره وي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرايیه مشر لطف الله ستانکزي د دغه تړون د لاسليک پر مهال د کام اير له مسوولينو مننه وکړه او په وینا یې چې دا به د کام ایر شرکت لپاره یوه ښه تجربه وي. نوموړي همدا ډول هيله څرګنده کړه چې د کام اير شرکت دې په راتلونکي کې هم د افغانستان کرکټ بورډ سره په ورته او نورو ډګرونو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
همدا ډول د کام اير هوايي شرکت سوداګریز مشر سلیمان عمر هم له کرکټ بورډ سره پر تړون کولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، دا لومړی ځل دی چې یاد شرکت له کرکټ بورډ سره کار کوي. نوموړي وويل، په راتلونکي کې به د افغانستان کرکټ بورډ سره په يو اوږد مهاله تړون هم کار وکړي او خپله همکاري به دوامداره کړي.
همدا ډول د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر له نوموړي هيله څرګنده کړه، څو هغه افغانان چې د افغانستان او ويسټ انډيز لوبو د ننداره کولو په موخه هندوستان ته ځي، د هغوی لپاره دې هم يوه تګلاره جوړه او تخفيف دې ورکړل شي. د کام اير شرکت مسوولینو په دې تړاو هم د خپلې همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادولو ده چې افغانستان له ويسټ انډيز سره په هند کې په خپل کوربه توب ۳ يو ورځنۍ، ۳ شل اوريزې او ۱ ټېسټ سيالي ترسره کوي، چې دا لوبې به د نومبر په ۶مه پيل او د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام ومومي.
وروستي