منير کاکړ: مجبور یم چي کرېکټ پرېږدم

روهي ( ۴ لړم ۹۸): د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی منیر احمد کاکړ ویلی، د افغان کرکټ بورډ د دوه ګوني چلند له کبله مجبور دی چې نور د کرکټ لوبو بیخي پرېږدي.
هغه زیاته کړې، په کور دننه په ټولو ټورنمنټونو کې لوبېدلی دی چې د هغې له ډلې په شپږيزه لیګ، ليسټ، غازي امان الله خان، فرسټ کلاس او نورو کورنیو لوبو کې تل ځان ثابت کړی دی او په دې سیالیو کې تر ټولو مخکښ لوبغاړی هم راغلی دی، خو لاهم د ملي لوبډلې په سکواټ کې نه دی راغلی.
 پرون د افغانستان د غوراوي کمېټې په نومبر میاشت کې د ویسټ انډیز خلاف د شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو سفر لپاره دوه ۱۶ کسیزې لوبډلې اعلان کړې، چې په دواړو لوبډلو کې منیر احمد کاکړ ته ځای نه دی ورکړل شوی.
ده په دې یوه کال کې له بل هر لوبغاړي په کورنيو سیالیو کې زیاتې منډې جوړي کړي دي.
د کاکړ په شل اوریزه لوبو کې له ۴۰ څخه زیات اوسط کېږي، ، نېږدی ۴۵ اوسط کې یی په ۵۰ اوریزه لوبو کې او په څه باندی ۶۵ اوسط کې یی په فرسټ کلاس سیالیو کې لوبی کړي دي.
د یادولو ده خلک بیا وایي، چې د ویسټ انډیز خلاف په ټاکل شوي نوملړ کې د منیر کاکړ ترڅنګ بهیر محبوب نورعلي ځدراڼ،حشمت الله شهيدي، نجات مسعود، عثمان غني، شاهد کمال، شاپور ځدراڼ، همزه هوتک او احسان الله جنت سره هم ظلم شوى دی چې ټيم ته نه دي اخيستل شوي.