فضل رحمان: دا څنګه هند دی؟ چې په کشمیر کې دښمن خو په کرتاپور کې دوست دی

روهي( نۍ/۴ د لړم )، فضل رحمان چې د پاکستان کې د یو ګوند ( جمیعت علما اسلام ف ) مشري هم په غاړه لري او دا وخت د عمران خان حکومت پر ضد لاریونو پیل هم کړی ویلي: دا څنګه هند دی؟ چې په کشمیر کې دښمن خو په کرتاپور کې دوست دی.
 
فضل رحمان د خپلو ټولو لاریون کوونکو څخه غوښتي چې د خپلو ځانونو سره د یوې اوونۍ لپاره خواړه هم راوړي او هغه څوک چې په ښوونځیو او مدرسو کې زده کوونکي دي د خپلو ځانونو سره اړوند کتابونه هم راوړي.
 

بله خوا بیا عمران د فضل رحمان په ګډون ټولو اپوزېسیون ډلو ته ویلي چې مونږ نه پوهېږو چې دوی پاکستان ته ګټه غواړي او که نورو هېوادونو ته، ځکه مونږ نه یو پوه چې دوی اخر څه غواړي؟