
(۷۴) کاله وروسته د سعودي د شاهي کورنۍ او د امريکا تودې اړيکې مخ په سړېدو دي. په کال (۱۹۴۵)کې د سعودي باچا عبدالعزيز د امريکا د هغه وخت ولسمشر روز ويلټ تر منځ په يوه کښتۍ کې داسې دوستانه اړيکې ورغولې شوې چې د مخې به يې امريکا د سعودي د شاهي کورنۍ دفاع کوي او په بدل کې به د سعودي د ارامکو د تيلو د چينو اختيار د امريکا سره وي.
په دې اوږده موده کې امريکايانو د سعودي خپل ټول وسايل ولوټل د امريکا پرېوتی ډالر او اقتصاد ته د پخو ودرېدو مرسته حاصله شوه. د سعودي تيل امريکا ته د سرو زرو د مرغۍ حيثيت پيدا کړ. د سعودي د تيلو په برکت امريکا د جزيره العرب او د خليج د وړو هيوادونو (ملوک الطوايفئو) ټولې شتمنۍ لوټل او په خپله ولقه کې واخيستلې. په دې دوران کې د عرب منجيله سرو څخه ټول خاريجي سياسي اختيارات صلب کړی شول او يواځې په نوم اميران ونومول شول.
عربانو ته يواځې دا مشعله پاتې شوه چې په خپلو شږلنو صحراګانو کې بازان والوځوي او د لکښوو د رانيولو لپاره د تازي سپيو په ښکار خپل وخت او ساعت تېری يا په نوره نړۍ کې د شرابو د څښلو او د نازک اندامو انجونو څخه خوند واخلي. په دې وخت کې امريکايانو عربان د روس (شوروي اتحاد) څخه وېره ول شروع کړل(روسيان به ستاسې وسيلې ونيسي او تاسې به يواځې کور،کالي،ډوډۍ پورې محدود کړي)نو يې په دې پلمه په عربانو خپلې زړې او زنګزده وسلې بيا رنګ او په عربانو پلورل شروع کړل.د ايران او عراق په جګړه کې (۱۹۸۲-۱۹۵۷)امريکايانو بيا په عراق د عربو په مرسته خپلې وسلې خرڅول شروع کړه دغه وسلې به د سعودي عرب د سککا الجوف،دومته الجندل او د عرعر د پولې له ليارې د عراق خاورې ته رسول کېدلې. چې دې سوداګرئ د امريکاي ډالريز ارځښت خورا لوړ او اد امريکا اقتصاد په لوړېدو شو.
په نويمو کلنو کې عراق په کويت حمله وکړه امريکا د عراق د راپرځولو په پلمه په ټولو عربانو ځل بيا خپلې زخيره شوې زنګ الود وسلې خرڅې کړې چې دې تجارت امريکا ته دا حوصله ورکړه چې اسرايل په پخو ودروي او د خپلو وسلو د پلور بازار د اسرايلو له خواه د عربانو وېرولو په نوم(که امريکا د عربو تر شاه نه وي نو صيهونيسټ رژيم به ټول عربان په اومړي تار وتړي).امريکا بيا ځل د منځي ختيځ او خليج کې په عربانو د وسلو خرڅولو بازار ګرم کړ.
د عربانو د تيلو او سرو سپينو په لوټلو امريکا د دې جوګه شوه چې په کور دننه د تيلو ضرورتونه پوره کړي.نن امريکايان د عربو تيلو ته چندان اړتيا نه لري البته د عربانو د کنټرولولو لپاره ايران او اسرايل دوه اپشنه اوس هم پر مخ وړي. د يمني لانجې په سر چېرته چې ايران د شيعيه خوثي ياغيانو په ښکاره ملاتړ کوي او سعودي بيا د اسلامي ملکونو د پوځونو په نوم اتحادي ځواکونه د خوثيانو په ضد جنګوي دې جګړه کې هم د امريکا د وسلو مارکيټ ښه ګرم دی. خوثيانو اونۍ وړاندې د امريکا د انتظام لاندې د سعودي د تيلو په ټرمينلونو د ا يرانې ميزايلونو په مرسته حمله وکړه. چې په نړۍ کې ورسره د تيلو بازار ته د زلزلې په څېر جټکه مخصوص شوه.
د جګړې د اوږد والي په خاطر امريکار يواځې داسې ګواښ وکړ چې د تېلو د رسد د سمندري ليارې د حفاظت لپاره به په سعودي عربستان کې هوائي او ځمکني ځواکونه ځای پر ځای کړي چې ټول مصارف به يې سعودي په غاړه ولري امريکا همداسې وکړل خو د ايران پلوه خوثيانو جګړه نوره هم سره او تازه کړه. دې جګړې د سعودي پوله کې دننه او د يمن په خاور کې زور واخيست چې په نتيجه کې د سعودي د اتلافي ځواکونو تخمينا (۲۰۰۰)څخه زيات سرتيري ووژل شول، ونيول شول چې د ډېرو جنازې اوس هم پاکستان ته راروانې دي. امريکايانو اعلان وکړ چې د خليج جنګ ته به ور داخل نه شي(د ايران سره د سعودي جګړه د امريکاپه ملاتړ دې جګړې دننه امريکا کې بحرانونه ځېږولی دي).
سعوديانو د يمن د خوثيانو د حملو د نه ماتولو د شرم پرتوګ په دې پټول غواړي چې د يو کال مخکې وژل شوي ژورنالسټ جمال خاشچګي دوسيه بيا رسنيزه کړي تر څو د يمني خوثيانو لخواه نيولي شوي ائتلافي ځواکونو شرمناکه ماته پټه کړي خو دا د سعوديانو دا شرم اوس رسنيز شوی دی. د منځني ختيځ او د خليج د تازه پيښو او حوادثو څخه د امريکا يو خوا کېدل سعوديان په داسې دلدل کې ايسار کړل چې راوتل به يې د سعودي دشاهي واکمنئ ته په لوړ قيمت پرېوځي. سعوديانو تل د امريکا په ډکي سواره ايران ګواښلی دی خو اوس چې امريکا په خليج کې ځان د جنګ څخه يوه خوا ساتل غواړي نو لرې نه ده چې په ټول يمن به د خوثيانو کنترول او د ايراني روافضو اثر روسوخ به سيمه نوره هم د داخلي جګړو ته وروړاندې کړي. بل پلو پاکستان ته د سعودي د مرستې لپاره تللو اجرتي مليشو جنازې رارسېدل هم د عمرا خان حکومت او د پاکستان د پوځي واکمنانو هغه دروغ چې ويلي ؤ د سعودي او د يمن جګړې ته به ځواکونه نه ليږي کور دننه ناندرۍ را پارولی شي.