د لمر په بام دې قدم کيښــوده قربان افغـــــــــانه!
اى د ميـــــړنې په ګلونو کـــــې روانه افغـــــــــانه!
د چين ماچين د ښـــــاپيريو مخ ته دې ځان ته کړلو
تا وښوده نړۍ ته خپـــــــــل افغان ايمان افغــــــانه!
زما وجود د احساســــــاتــــو لوى جهان و منـــــې؟
چې تا اوچت کـــړ توغ د ګران افغانســــــتان افغانه!
په تا چې غږ د کاميـــــــــابې کيدو په هغـــــه مهال
اوښکې مې راغلې له خوښې نه په ګريوان افغانه!
ستا دجلان په خــــوله دعا ســــــتاد بـــريا دى مدام
اى دکرکــــټ اتله ګــــــرانه قهــــــرمان افغـــــــانه !
٤ ليندۍ ١٣٨٩
سيدجيلاني جلان کابل نوا راډيو
يادونه ! په چين کې د افغانستان د کرکټ د بريا په مهال لیکل شوی غزل
وروستي