مونږ د بهرنیو چارو وزارت لپاره منظور پشتین غواړو!

 

د بهرنیو چارو وزارت لپاره ترټولو غوره شخصیت ښاغلی منظور پشتین دی، هغه مې ځکه د یاد وزارت لپاره وړ وګاڼه چې مونږ ( افغانان ) تل وایو چې د خپلې خاورې د ساتنې او لاسته راوړلو لپاره هرې قربانۍ ته تیار یو او دا کار مو نړۍ ته ثابت کړی هم دی.
 
دغه کار کولو سره به مونږ سیمې او نړۍ ته دا ثابته کړو چې مونږ د یو کور خلک یو او سیمه خردار او دروازې نه شي کولی چې یو ملت سره جدا کړي.
 
منظور پشتین د بهرنیو چارو وزارت ټاکلو سره به نړۍ په دې وپوهېږي چې افغانستان د خپل ملت او خاورې یوې برخې ته چې اوس وخت کې د بل چا په کنترول کې ده تېرېدونکی نه دی او همدا ډول به د کوزې پښتون خوا خلک هم په دې په ښه ډول وپوهېږي چې زمونږ اصلي خاوره افغانستان دی.
 

منظور پشتین چې اوس د سیمې او نړۍ په حالاتو ښه خبر دی او په ځانګړي ډول د پاکستان په دوه مخي پالېسۍ باندې په پوره ډول مالومات لري کولی شي چې د پاکستان دوه مخې پالیسي سیمې او نړۍ ته په رسمي ناستو کې داسې روښانه کړي لکه لمر چې په دوه ګوتو نه پټېږي.
 
منظور پښشتین چې دا وخت د نړۍ هر څوک پېژني او د پاکستان د هغو ځایونو او سیمو په اړه هم پوره مالومات لري چې چېرته پاکستان پوځ او استخبارت ترهګرې ډلې روزي او د کومو موخو لپاره دا کارونه ترسره کوي.
 
دغه کار کولو سره به پاکستان مجبور شي چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ څخه لاس واخلي، ځکه پاکستان به دې وپوهېږي چې دا وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ کولی شي چې د پاکستان اصلي څېره نړۍ والو ته وښایي. ځکه دا وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان لپاره یو لوی د خطر زنګ دی.
 
منظور پشتین یو د هغو ځوانانو د ډلې څخه دی چې د سیمې د جنګ لامل ورته مالوم شوی او حل لاره یې لري او کولی شي چې دغې سیمې ( لوی افغانستان) ته د خپل صداقت په مرسته سوله راوړي.
 
عمران خان هم په دې پوه او قانع دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد وجود نه لري او د ډیورنډ کرښه د انګرېزانو له خوا یوه ښکل شوې کرښه ده چې دا خبرې هغه د ملګرو ملتونو په ۷۴ رسمي ناسته کې وکړې.
 
 
 
 
لیکوال: محمد مبین هڅاند