روهي( څلورنۍ/۱ د لړم )، هندوستان د بیټسمینانو له ښو کړنو وروسته په درېمه ټېسټ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۲۲۲ منډو په لوی توپیر او د درې یوه ورځنیو لوبو په لړ وایټ واش کړل.
په دریمه او وروستۍ ټیسټ لوبه کې چې په رانچي کې ترسره شوه، هندوستان د روهیت شرما ډبل سنچري په مټ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره خپل لومړي اننګز سره ۴۹۷ منډې جوړې کړې.
سویلي افریقا د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یواخې ۱۶۲ منډې جوړې کړې.
پدې بریا سره ، هندوستان د سویلي افریقا په وړاندې په درې یو ورځینیو سیالیو کې کلین سویپ بشپړ کړ او د نړیوال ټیسټ اتلولۍ کې یې پنځمه پرله پسې بریا ترلاسه کړه.
روهېټ شرما د دغه سیریز غوره لوبغاړی وټاکل شو او په دغه سیریز کې یې ۵۲۹ منډې جوړې کړې.
وروستي