د بنګله دېش کرکټ بورډ او لوبغاړو ترمنځ کړکېچ پیدا شوی دی   

روهي( څلورنۍ/۱ د لړم )، د بنګله دېش کرکټ بورډ او لوبغاړو ترمنځ کړکېچ د یاد هېواد کرکټ بورډ یو جوړ شوی پلان یاد کړی او بورډ دغه اعتصاب د کرکټ بې ثباته کولو لپاره د توطیې په توګه اعلان کړی.
 
د بنګله دیش لوبغاړو د لږ معاش او نورو مسلو له امله پرون د خپل کرکټ بورډ پروړاندې اعتصاب اعلان کړ ، او ویې ویل چې د ۱۱ غوښتنو تر تصویب پورې به په نور هیڅ ډول کرکټ فعالیتونو کې برخه وانخلي.
 
د لوبغاړو لخوا د دې عمل په تعقیب ، د سه شنبې په ورځ د بنګله دیش کرکټ بورډ بېړنی غونډه جوړه کړې وه، چې د لوبغاړو په اقدام یې انتقاد وکړ.
 
د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر نظم الحسن وویل چې زه نه پوهېږم چې ولې دوی د خپلو غوښتنو لپاره لوبې نه کوي.
 

ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت په بنګله دیش د دوه ټیسټ سیالیو لپاره هندوستان ته سفر وکړي ، خو د لوبغاړو د لاریونونو او اعتصابونو له امله دغه سفر هم ځنډول شوی دی.