افغان-چين لوبډلې په ګډه د پاکستان ۱۹ کلنو ته ماتې ورکړه

روهي( دوهنۍ/۲۹ د تلې )، د چين په بيجينګ ښار کې د افغان ځوانانو او چين کرکټ لوبغاړو په ګډه د پاکستان د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړه چې ګډې لوبډلې په ۳ ويکټو بريا خپله کړه.
 
په چين کې د دغو درې اړخيزه سياليو په لړ کې نن د افغان ځوانانو او چين لوبغاړو د ګډې لوبډلې او پاکستان د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې ترمنځ شل اوريزه سيالي ترسره شوه چې لومړی پاکستان توپوهنه وکړه چې په ۲۰ اورونو کې یې ۱۵۶ منډې وکړې. د ګډې لوبډلې له لوري محمد اسحاق ساقي ۳، محمد صابر ځلاند او نويد احمد ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.
 
ياد هدف د افغان-چين لوبډلې په ۱۸.۲ اورونو کې پوره او په ۳ ويکټو يې له پاکستان بريا خپله کړه.
 
د افغان-چين توپوهونکو له منځه عابد محمدي ۵۱ ناسوځېدلې او عطا محمد زرمل ۴۵ منډې وکړې.
 
بايد وويل شي چې نن د افغانستان او چين لوبغاړو له منځه ګډه لوبډله جوړه شوې وه او د پاکستان لوبډلې پر وړاندې يې شل اوريزه لوبه وکړه. دغه سيالۍ د درې واړه هېوادونو ترمنځ د کرکټ په ډګر کې د غوره اړيکو رامنځته کېدو او همغږۍ په موخه ترسره کېږي.