روهي( نۍ/۲۷ د تلې )، د پاکستان کرکټ بورډ سرفراز احمد څخه د ټیسټ او ۲۰ اوریزه لوبو کپتانۍ څخه لرې کړی او په ځای یې اظهرعلي د شل اوریزو لوبو او بابر اعظم د ټېسټ لوبو لپاره کپتان ټاکلي دي.
له دې وروسته سرفراز احمد به نور په اسټرالیا کې د ټیسټ او ۲۰ اوریزو سیریز لپاره د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان پاتې نه شي.
په دې اړه ، د پاکستان کرکټ بورډ اعلامیې په وینا ، اظهر علي به د آسټرالیا په وړاندې دوه ټیسټ لوبو کې د ملي ټیسټ ټیم مشري وکړي ، پداسې حال کې چې بابر اعظم به په ورته سفر کې په دریو۲۰ اوریزو لوبو کې د ملي ټیم مشري وکړي.
د پاکستان کریکټ ملي لوبډله به د نومبر له ۲۱ څخه تر دسمبر ۳ تاریخ پورې د اسټرالیا خلاف دوه ټیسټ لوبې ترسره کړي ، لومړۍ ټېسټ به په برسبین کې او دوهمه به یې په ایډلیډ کې ترسره شي.
وروستي