روهي( څلورنۍ/۲۵ د تلې )، د شپږيزې کرکټ ليګ په دويمه کواليفاير لوبه کې عمران جنت او جاوېد احمدي په زړه پورې توپوهنه ترسره او د شپږيزې کرکټ ليګ د تاريخ تر ټولو ستره د ۱۷۶ منډو ملګرتيا يې جوړه کړه.
د پاراګان بند امير ښامارانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۵ منډې وکړې، چې دا د شپږيزې کرکټ ليګ د تاریخ تر ټولو زیاتې منډې دي. عمران جنت همدا راز ۱۱۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او د روانې شپږيزې ليګ دریم توپوهونکی شو چې سليزه يې ووهله. جاوېد احمدي بيا ۷۷ منډې ترلاسه کړې.
د کابل بازانو له لوري بيا يوسف ځاځي او کريم جنت ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
وروستي