روهي( درې نۍ/۲۳۲ د تلې )، د امو نهنګان لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدراڼ نن د شپږيزې کرکټ ليګ ۱۴مې لوبې د پاى په مراسمو کې د لوبې په ترڅ کې د لوبڅار پر پرېکړو نېوکه وکړه او د لوبې د اصولو خلاف څرګندونې يې وکړې چې وروسته يې بيا خپله سرغړونه هم ومنله او لوبڅارانو يې بخښنه وغوښته.
په پايله کې نوموړى د لوبې د ريفري د پرېکړې پر بنسټ، د کرکټ د جزا قانون د دويمې درجې سرغړونې له امله د لوبې د فيس ۱۰۰ سلنه جريمه شو او د نن لوبې ټول فيس به ترې ګرځول کېږي.
د شپږيزې کرکټ ليګ د لومړي پړاو لوبې پای ته ورسېدې. د جدول په سر کې څلورو لوبډلو پلی آف پړاو ته لار پېدا کړه چې د اکتوبر په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه به پلی آف لوبې ترسره شي.
وروستي