جسمي منظم خوځښت له روحې او  روانې روغتیا سره مرسته کوي

 
د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوې پراخې څیړنې په پایله کې څرګنده شوه چې په اونۍ کې له دریوو څخه تر پنځه ځله د ۴۵ دقیقو لپاره جسمي منظم حرکت کولای شي چې له رواني سلامتیا سره مرسته وکړي.
په دې څیړنه کې یو میلیون او دوه سوه زرو خلکو د یوې یو میاشتنۍ دورې لپاره د خپل جسمي فعالیت او روحې وضعي د کچې راپور ورکړی دی.
هغو کسانو چې ورزش یې کوو د هغه کسانو په پرتله چې ورزش یې نه کوو ((بدې ورځې)) یې  د یوې او نیمې ورځې په اندازه کمې وې.
پدې منځ کېډله ییزو لوبو،بایسکل ځغاستې او اروبیک ۰   ) تر ټولو زیاته اغیزه درلودله.
پدې اساس ټول جسمي فعالیتونه لکه د کورنیو کارونو سر ته رسول ، د ماشومانو روزنه او پالنه پرته د جنس یا عمر په نظر کې نیولو ،د روحې وضعیت د ښه والي سبب ګرځي.
ددې څیړنې پایلې چې د (لنست ارواپوهنې) په خپرونه کې چاپ شوې دي تر دې مهاله تر ټولو لویه څیړنه ګڼل کیږي دا ثابتوي چې جسمي فعالیتونه د روحي حالت د ښه والي لپاره ډیر ضروري دي خو ټاکونکی رول نشي درلودلی .
پخوانیو څیړنو پر روانې سلامتیا باندې د ورزش د اغیزې په اړه ضد او نقیص پایلې درلودلي .ځینو څیړنو ښودلې چې د فزیکي فعالیتونو (ورزش) نشتوالی کولی شي چې د بد روحې حالت پیلامه شي او بد روحې حالت د هغې له عوارضو څخه ده .
څیړنو په ډاګه کړي چې ورزش د زړه ،مغزي سکتې او د شکر د ناروغیو خطر را کموي.
پدې څیړنه کې د زیات عمر لرونکو ګډونوالو ویلي چې په منځنۍ ډول د هرې میاشتې 4/3 ورځې یې په روحې بد حالت کې تیرې کړې دي.او هغه کسانو ته چې له فزیکي اړخه فعال وو دا رقم په میاشت کې دوه ورځې وو.
د هغو کسانو په منځ کې چې له پخوا یې ژور خفګان (استریس) درلود په ظاهري توګه ورزش ډیره اغیزه درلوده. دې ډلې په میاشت کې اووه ورځې او هغه چا چې ورزش یې نه کوو په میاشت کې یوولس ورځې بد روحې حالت درلود.
د جسمي فعالیت (ورزش) د وخت زیاتوالی او بیابیا تکرارول هم اړین او مهم عوامل وو.
ددې څیړنې پر بنسټ ایده ال د فعال والي حالت له هرې یوې ورځې وروسته له ۳۰ تر ۶۰ دقیقې و.
خو دې څیړنې دا هم په ډاګه کړه چې د ( زیات ورزش ) په نوم یو شی هم وجود لري.
ددې مقالې لیکونکی او په ییل پوهنتون کې د ارواپوهنې استاد داکټر ادام چکرود وویل :(( له دې مخکې خلک پردې باور وو چې ډیر ورزش د ډیرې روحې سلامتیا په معنی ده ، خو زموږ څیړنه وایي چې داسي نده )).
(( که چیرې په میاشت کې له ۲۳ ورځو زیات ورزش وکړئ،یا په ورځ کې له ۹۰ دقیقو څخه زیات ورزش ورکړئ ، دا د ناوړه روحې او روانې حالت څرګندونه کوي)).
نوموړي وویل چې  ډله ییزې لوبې او ورزشونه د انسان په فزیکي او روحي حالت مثبته اغیزه لري، ډله ییز ورزش او فعالیتونه کولی شي چې ګوښي توب راکم او د روحې استقامت او د ژور خفګان د کموالي سبب وګرځي.
سرچینه :بی بی سی