تردې دمه کومو لوبغاړو په شپږیزې کرکټ ليګ کې زیاتې منډې کړې او زیاتې ویکټې اخیستې

روهي( دوه نۍ/۲۲ د تلې )، د هغو لوبغاړو نوملړ چې د شپږيزې کرکټ ليګ تر ۱۳مې لوبې پورې يې د نورو لوبغاړو په پرتله په ترتيب سره ډېرې ويکټې ترلاسه کړې دي: چې د ټولو په سر نور احمد کې ځای لري او ۷ ویکټې اخیستې چې د مس عینک له ټیم څخه دی، ۲یامین احمدزی دی چې د هم ۷ ویکټې اخیتې دي چې دا هم د مس عینک له ټیم څخه دی. ۳ لوبغاړی چې زیاتې ویکټې یې اخیستې دي حمزه هوتک دی چې د کابل بازانو له ټیمم څخه دی او ۶ ویکټې یې اخیستې دي په همدې ترتیب ضیاءالرحمن او مجیب الرحمن دی.
 
همدارنګه د هغو لوبغاړو نوملړ چې د شپږيزې کرکټ ليګ تر ۱۳مې لوبې پورې يې د نورو لوبغاړو په پرتله په ترتيب سره ډېرې منډې ترلاسه کړې دي: د ټولو په سر کې اصغر افغان دی چئې ۲۱۹ منډې یې جوړې کړې او د کابل بازانو د ټیم لوبډلې مشر دی، دویم لوبغاړی چې تردې دمه یې زیاتې منډې جوړې کړې دي هغه ابراهیم ځدران دی چط ۲۱۸ منډې یې جوړې کړې او د امو نهنګانو د ټیم څخه دی ورپسې نور علي ځدران ، نجیب الله ځدران او کریم جنت دی.
 
بله خوا بیا نجیب ځدران هغه لوبغاړی دی چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو زیاتې منډې ( ۹۷ ) ناسوځېدلې منډې جوړې کړي دي.