د دښمـن پۀ احســــــاناتو کې هم خوښ يو
پۀ تاوجنو احســــــاساتو کې هم خوښ يو
يا به نــــن او يا ســــبا شهيــــــــــدان کېږو
مونږ پۀ دغسې حـــــالاتو کې هم خوښ يو
کله غږ شي ســـــوله راغله ســــــــوله راغله
پۀ درواغـو افواهــــــــاتو کې هم خوښ يو
چې د ســــولې فرښـــــــتې به کله درومي؟
دې غمجنو خيـــــــــــالاتو کې هم خوښ يو
علم څۀ دى؟ پوهه څۀ ده؟ خدا که پوه شو
بس د جهـــل ظلمــــــــاتو کې هم خوښ يو
سر او مال مو لۀ هوســــــه ځني ځـــــار کړ
ډېر حقيرو خواهشــــــاتو کې هم خوښ يو
منــــــزې د بريــا خونــــــــــــــد ندى څکــلى
افغانان يو پۀ بايـــــــلاتو کې هم خوښ يو "منـــــــزه غفـــــورزۍ
وروستي