ګناهګاره

د سينې د شربت بوتل يې راواخيست او مور ته يې ورکړ. په رېږدېدلو لاسونو يې بوتل په لاس کې ونيوه، خو ناروغۍ دومره کمزورې کړې وه چې ويې نشو کولی څو د بوتل سر خلاص کړي. لور ته يې د اوښکو ډکې سترګې د مرستې په بار ور واړولې؛ د بوتل سر يې ورته خلاص کو او د بوتل د شربت آخري څاڅکي يې مور ته په خوله کې ورکړې.

مور يې سخته وټوخېده او بيا يې په لړزيدلي غږ لور ته وويل: لږ اور بل کړه څو لږه ګرمه شم، يخنۍ بې حرکته کړې يم. وږمه د باندې ووته خو څه خاص يې پيدا نه کړل څو اور بل کړي. پرته له دې چې خپلې مور ته ووايي، د لېونۍ په څېر له کوره بهر ووته. د کوڅو په خټو او اوبو کې په شلېدلو څپلکو روانه شوه. له ډېرې يخنۍ يې تنکي لاسونه بې حرکته شوي وو. د پلار له مينې بې برخه، بې وروره وږمه هڅه کوله څو څه پيدا کړي او کور کې اور بل کړي. يو خوا بلخوا يې څه پلاستيکونه او خاشاک پيدا کړل؛ ناڅاپه يې د يوې هټۍ مخې ته د خوراکي توکو تش کارتنونه وليدل، فکر يې وکړ چې د دکاندار به په کار نه وي، ولاړه څو يې خپلې بوجۍ کې واچوي.

کارتنونه يې بوجۍ کې واچول څو روانه شي، دغه وخت کې دکاندار چې سګرېټ په لاس کې وو راغی. و يې ويل: نور کارتنونه غواړې؟ وږمه چې سخته يرېدلې وه ځواب يې ورکړ: نه، دا بس دي. دوکاندار په خندا شو او و يې ويل: ماسره راځه دننه خونې ته، هلته نور ډېر کارتنونه شته، يو يې سه. لومړيو کې يې و نه منله خو د دوکاندار په ټينګار په ډار روانه شوه. د دوکاندار پسې يې قدمونه اخيستل څو يوې خونې ته ورسېده، د خونې مخې ته ودرېده. دوکاندار وويل: دننه راشه! زړه نازړه دننه شوه. د کېناستو يې ورته وويل خو وږمې د کارتنونو وپوښتل دوکاندار په خندا شو او ويې ويل: کارتنونه له تا ځار! بېرته راوګرځېد او دروازه يې بنده کړه. وږمې په لوړ غږ چيغه کړه، د چيغې سره يې د يوې کلکې څپېړې درد احساس کړ. سر يې په دېوال ولګېده او پرېوته. نور په ځان پوهه نه شوه. شيبه وروسته يې سترګې خلاصې کړې، د پاڅېدو هڅه يې وکړه، خو د درد احساس يې وکړ. په ژړا شوه او په ډېرې خوارې پاڅېده. شاوخوا يې وکتل څوک نه ول.

له خونې بهر ووته، د مازيګر د لمر وړانګې د خدای په امانۍ په درشل کې وې چې بوجۍ يې پر شا کړه او روانه شوه؛ له ځانه ورکه او سلګو نېولې کورته ورسېده. نه پوهېده چې څنګه مور ته ووايي. د مور د ناروغۍ له امله يې هيڅ هم ونه ويل. اور يې بل کړ او پرته له دې چې ډوډۍ وخوري، خپل ځای کې پرېوته، خو له سترګو يې تښتېدلی وو. تر ناوخته سوچونو کې ډوبه او ژړل يې. په ژړا، ژړا کې ويده شوه.

سهار شو، خو د تېرې ورځې ترخې خاطرې لا هم ځوروله خو مور ته يې بيا هم څه ونه ويل. وختونه تېرېدل او وږمه ورځ تر بلې کمزورې کېده. مور يې د وږمې کمزورتيا اندېښمنه کړې وه څو موده پس پوهه شوه چې لور يې حامله ده! دواړه مور او لور د بېوسۍ اوښکې تويولې. خبره پټه پاتې نه شوه او د جومات ملا صېب هم له دې قضيې خبر شو. د جومې ورځې په مسئلو کې يې وويل چې: که ناواده شوی هلک/انجلۍ زنا وکړي، نو سل دُرې به د شريعت د اصولو په اساس به سزا ورکول کېږي. وږمې ته يې هم د سل دُرو سزا واوروله. د جومې له لمانځه وروسته يې خپل دوه طالبان وږمې پسې ولېږل.

دروازه وټکېډه. مور او لور په وارخطايۍ دروازې ته وکتل. مور يې وويل: څوک يې؟ طالبانو وويل: مونږه يو، ملا صېب رالېږلي يو. په وږمې سر وګرځېد او په خپل ځای کېناسته. مور يې چې له وسه يې هيڅ هم پوره نه وو، لور يې په ژړا، ژړا له دروازې بهر کړه. د جومات مخې ته بې شمېره خلک ولاړ ول. ملا صېب مسئلې وکړې او د زنا او زناکاره د عذابونو په هکله يې خلکو ته وويل. ټولو توبې ويستې. وږمه ژړېده، خو چا يې غږ نه اوريده.

دُرې ووهل شوه، د لېونۍ غوندې کور ته دننه شوه، تر ماسخوتنه يې له خپلې مور سره يو ځای اوښکې تويې کړې. مور يې ژړا، ژړا کې ويده شوه، خو وږمې نور زغم نه لاره چې يو غټ شرم او پېغور دې د عمر تر پايه پر ځان يوسي.

مور ته يې وکتل، پر تندي يې ښکل کړه او د باندې ووته. سهار چې مور يې له خوبه پاڅېده، ويې ليدل چې وږمه نشته. وارخطا بهر انګړ ته ووته، څوک يې پيدا نه کړل. د وږمې نوم يې څو ځله تکرار کړ خو چا ځواب ور نه کړ.

د انګړ په ګوټ کې کادان خانې (د خاشاکو خونه) ته لاړه څو وږمه پيدا کړي. د کادان خانې د دروازې خلاصولو سره يې چيغې کړې، په منډه دننه شوه. د لور له غاړې يې پړی(رسۍ) لېرې کړه او په چيغو، چيغو په ژړا شوه. چيغې يې ګاونډ کې د حاجي صېب ګل مير کورنۍ واورېدې، په منډه راغلل او دروازه يې وټکوله، خو چا خلاصه نه کړه. د وږمې پر تندي يې خپلې وچې شونډې کېښودې خو بيا يې خپل سر پورته نه شو کړای!
دواړه مور او لور نور د روح څښتنانې نه وې!

حاجي ګل مير خبر شو او په منډه راغی. د واسکټ له جېبه يې څو ځوانانو ته پيسې ورکړې. شيبه وروسته مور او لور په کفن پټې شوې او جنازه يې هديرې ته يوړل شوې. ملا صېب د جنازې دپاره خپل طالب رالېږلی ؤ. د ګوتو په شمېر خلک د جنازې صفونو کې ودرېدل. جنازه وشوه، خو د سقاط ورکولو څوک نه ؤ.

دواړه ښخې شوې او تر خاورې لاندې شوې.
د اسمان غېږ قهرجنو وريځو نېولې وه، هوا سړه وه، واوره ورېده، ټول خلک خپلو کورونو ته لاړل.
د مور او لور کور کې خاموشي خوره وه، خو روحونه يې خوشاله ول.