روهی( نۍ/۲۰ د تلې )، د شپږيزې کرکټ ليګ په ۱۰مه لوبه کې د ډېلي فرېش امو نهنګانو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې ابراهيم ځدراڼ په کې د روانې شپږيزې کرکټ ليګ تر ټولو زياتې ۹۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.
امو نهنګانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډې وکړې، چې تر ابراهيم ځدراڼ وروسته عثمان غني ۵۱ او ميروېس اشرف ۲۷ زياتې منډې وکړې.
د کابل بازانو له لوري عبدالله مزاري او کریم جنت ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
وروستي