دعا !

ته د ګلو ونه !!
ډکه له غوغا نه
مسته له خندا نه
ما ته به شې ګوره !!
ډیره خندا مکړه
پرملا باندې کږه شې
ما وې ماتې شوې ګلڅانګې
يا آپت په ګلو راغی
یا خزان هجوم راوړی
پر کاله د پسرلیو ؟؟
خو چې بیرته ځآن سیده کړې
پر باړخو دې سرخي راشي
په والله چې ګلان تاو شي
په ځآن پورې خجل شي
چې آبادې شیلې ګوري
ډکې پنډې په ګلانو!!
آه معصومه یاره
ته خو لا وړه یې
څه پوهیږې ؟؟
له هر تاو سره دې ملا دې
زما له خولې بلا دعاوې وځي!!
چې اې خدایه !!
یار نادان دی نه پوهیږي
ته یې حافظ او نګهبان شې
ما په تا باندې سپارلی
چې ګلڅانګې یې ماتې نکړې
چې ګلان یې خاورې نکړې
هوسا یې همیش ساته
خندان یې همیش ساته
او بهار یې همیش ساته !!
عتيق زی