ستړی یاد مې پآرومه د زړګي په لارو ځمه
نــــــوی روح پکې پوکمه د اروا په لارو ځمه
د ګل مستو چمبې ټولې په نکریزو سره لاسونه
په څـــڼو ګــــــــــل ټومبمه د ګودر په لارو ځمه
مشدۍ لونګۍ په سر مې پورې یار راته ولاړ دی
ژڼکی زړه مې تـــــخنومه د خــــــــندا په لارو ځمه
یو رویبار یو مې جانان دی خدایه څومره ښه زمان دی
تور رقـــیب هلاکــــــومه د مغــــــان په لارو ځــــمـه
د بدرنګو بازار ورک کړې یا د ښکلو ارزاني کړې
یا د چــــــم لارې تړمــــــه بـــــیا د غرو په لارو ځمه
د پیـــــــــــــــغلو په اتڼ کــې دښایست مستو وږمو کې
پټکی تر مــــــلا تــــړمه د نــــــغمو په لارو ځـــــــمه
د هیبت چیغې یې سوي د غرور کنډول یې مات ده
نري بــــــریت مې تاوومه د غیــــــرت په لارو ځمه
د اسرو ډیوې مستي کـــــــا د پتنګ سیـــــنه بریان ده
زار شه زارشه عتیق زیه د ایثــــــار په لارو ځـــــــمه
عتيق زی
July 06, 2010
وروستي