د افغانستان فوټبال فدارسیون پر بل پخواني چارواکي هم فیفا بندیز ولګاوه   

روهی( نۍ/۲۰ د تلې )، د فوټبال نړیوال فدارسیون یا «فیفا» د افغانستان د فوټبال فدارسیون پخوانی سکرټر جنرال سید علي رضا اقازاده د پنځو کلونو لپاره د فوټبال اړوند فعالیتونو څخه بند کړی دی.
 

فیفا ویلي، نوموړي د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونې د مخکنې قضیې په اړه مالومات لرل، خو د مخنیوي په برخه کې اقدام نه دی کړی.
 

د فیفا د اخلاقو کمېټې تېره ورځ پخپلې پخپلې یوې پرېکړې کې ویلي، چې ښاغلي اقازاده په دې اړه د فیفا د ۱۷ مې او ۲۳مې مادې څخه سرغړونه کړې ده.
 

د یادو مادو له‌ مخې نوموړی د افغانستان د فوټبال فدارسیون د سکرټر جنرال په توګه مکلف و، چې په دغه فدارسیون کې د ښځینه فوټبال غړو د فزیکي او جنسي ځورونې په اړه «فیفا» ته معلومات ورکړي.
 

فیفا همدارنګه پر نوموړي د فوټبال اړوند فعالیتونو د بندیز ترڅنګ لس زره امریکايي ډالره جریمه هم لګولې ده.
 

سید علي رضا قازاده د افغانستان د فوټبال فدارسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم د مشرۍ پر مهال، چې د فوټبال د یو شمېر ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې د ادعاو له امله له دندې لیري شو د دغه فدارسیون سکرټر جنرال و.