د جنسي فقر درملنه(د مخنيوي لارې چارې)

لکه څرنګه چې  په تېر سرليک کې مو اشاره وکړه جنسي فقر جنسي وږيتوب دى، د جنسي فقر ښه بېلګه د سو‌ء تغذيې سره د جنسي فقر پرتلنه ده که انسانانو ته په خپل وخت غذا ورنکړل شي نو وجود يې وده نه کوي که د ټاکلي زماني مودې  وراخوا هرڅومره غذا وخوري  سوء تغذي نه شي رفع کېدې نو بنآ د دې په وړاندې بايد يو مخنيوى کوونکى اقدام صورت ونيسي ترڅو فرد د جسمي ودې له اړخه سالمه وده وکړي، لکه څرنګه چې  انسانان د پېداېښت سره سم د بقا لپاره غذا ته اړتيا پېداکوي، په همدې ډول د خپل سالم بقا لپاره د جنسي غرايزو اشباع ته هم اړتيا لري، ځېنې داسې انګېري چې جنسي اړتيا د ځواني د عمر سره سم پېدا کېږي په داسې حال کې چې جنسي اړتيا د خوړو اړتيا په څېر د ماشومتوب څخه پېداکېږي، نو د جنسي فقر د مخنيوي لپاره د وروستنيو تدابيرو په پرتله مخکني تدابير ګټور او پرځاى وي.
 
د جنسي فقر دملنه د فرويد نظريې په اساس
ډاکټر زيګموند فرويد اتريشي ارواپوه لومړنی شخص وو چې د جنسي رواني ودې مساله يې مطرح او د جنسي فقر مساله د نوموړي د نظريې زېږنده ده، دی وايي، جنسي اړتيا د پېداېښت سره سم پېداکېږي، په دې برخه کې چې  فرويد د ارواپوهنې په برخه کې د اروايې شننې(روان تحليلي) ښوونځى بنسټګر وو او، د جنسي رواني ودې نظريې رامنځ ته کوونکی په دې باور دى چې ماشوم د پېداېښت سره سم د خپل جنسي غريزې د پوره کولو په لټه کې وي په لومړيو کې د ماشوم د جنسي اړتيا پوره کېدل د مور د تى رودلو پورې اړوند وي په دې مانا په هره اندازه چې ماشوم په لومړيو وختونو کې د مور تى وخوري په هماغه اندازه په راتلونکي کې د جنسي فقر څخه په آمن کې پاتې کېږي، له دې وروسته بيا د په جنسي تناسلي آلې د لاس وخلو،  په معقدي پړاو کې د معقد د ګونځولو، د مخالف جنسي سره د خبرې کولو، او بالاخره په ځواني کې جنسي استفاده ده.
 
که پورتني پړاوونه يوماشوم يا يو شخص په سم ډول سره تېر کړي وي نو په ډېر احتمال سره په راتلوتکې کې په جنسي فقر نه اخته کېږي، خو د خبرې بل اړخ په دې ډول دى چې موږ په يوه سنتي ټولنه کې ژوند کوو او تر ډېره دا شيانو ته زمينه سازي نه کېږي د همدې لپاره په آينده کې ځوانان د مخالف جنس سره د خبرو کولو وېره لري تر دې چې اړتياوې هم نه شي بيانولى دغه خبره په دواړه لوريو کې د محروميت د ايجادېدو سبب کېږي چې د دې محروميت دوام په حقيت کې د انسان په وجود کې د جنسي فقر غني کول دي.
 
په ښه توګه د جنسي فقر د درملنې لپاره بايد په خپله ټولنه کې د جنسي فقر د لاملونو څېړنه وکړو او د هغه وروسته د هغه د حل اقدام وکړو.
په افغاني ټولنه کې د فرهنګي محدوديتونو او يو شمېر بيګانه فرهنګونو شتون د دې سبب شوى چې ډېرى ځوانان په دې ناوړه پدېدې اخته او د فکري اسارت په جال کې ښکيل شي.
-        هندي او ترکي سريالونه او فلمونه
-        رسنۍ ټېلفون او فيسبوک
-        ناوړه  کورنۍ او ټولنيز فرهنګ او ناسم رواجونه
-        سرکوب شوي احساسات د مخالف جنسي له لوريرټنه
-        د جنسي اړتياوو د پوره کوونکو مراحلو سم نه طى کول.
-        د مخالف جنس څخه لېريوالى
-        مذهبي محدويتونه او تبصرې
هغه لاملونه دي چې د جنسي فقر د ايجاد او لا پراختيا لپاره لاره هواروي.
 
سريالونه او فلمونه
ډېرى ځوانان او پېغلې نن سبا ورځ ډېر فلمونه او سريالونه ګوري، له هغه ځايه چې دا سريالونه او فلمونه په هغه هېوادونو کې جوړ شوي چې هلته فرهنګ ورته برابر او ستونزه نه لري د بېلګې په توګه په ترکي سريالونو کې د هلک او نجلۍ د مينې کيسه، کله چې ځوان دغه حالت وګوري نو اړتياوې يې راوپارېږي، لکه وږي پيشو چې په قفس کې بند او  د باندې نه ورته غوښه ور وښيي.
 
خو د دوى د لاسه څه نه وي پوره دلته دوى د نجونو په تلاش کې کېږي، که ځير شو نو ومو موند چې دلته هلکان د نجونو او دوى د هلکانو په لټه کې کېږي له هغه ځايه چې زموږ ټولنه دا نه ايجابوي په ټولنه کې ناوړه فرهنګ حاکم  او رواجوانه بيا د دې مانع ګرځي چې دوی له يو بل سره نږدی پاتې شي، دا پديده په دواړه جنسونو کې د فقر د ايجاد سربېره د هغه د لاپراختيا لپاره لاره هواروي.
 
رسنۍ ټېلفون او فيسبوک
د سريالونو په برخه کې د رسنيو يادونه هم وشوه چې دلته يې د تکرار څخه ډډه کوو، نن سبا ورځ په افغاني ټولنه کې ټيلفون او فيسبوک د پخوا په پرتله ډېر عام شوی، ټيلفون چې د اړيکو وسيله هم ده، خو دلته ترې ناوړه استفاده کېږي، هغه په دې ډول چې يو شمېر انجوني او هلکان د ناليدلي هلک يا جلۍ سره خبرې کوي او د دې لارې خپل جنسي اړتيا پوره کوي، ځينې وخت داسې هم کېږي، د يوکس هلک يا نجلۍ د ټيلفون د غږ بدلون د سيستم په کارونې سره خپل همجنس ته فريب ورکوي که هغه د غږيزو خبرو په واسطه وي که په فيسبوک کې د پيغام په واسطه.
 
د ټيلفون او فيسبوک په برخه کې بله مهمه خبره په ټيلفون او يا هم فيسبوک او يا نورو ټولنيزو رسنيو کې  د ناوړه فلمونو، خپرونو، او مطالبو لوستل دي چې په خپل وار د جنسي فقر په ايجاد کې رغنده رول لوبوي.
 
ناوړه  کورنۍ او ټولنيز فرهنګ او ناسم رواجونه
د جنسي فقر په ايجاد کې د ناوړه فرهنګ رول هم د نورو لاملونو په څېر مهم دی، د جنسي روزنې د فرهنګ نشتون، هلک او يا انجلۍ ته د جنسي چارو او جنسي رول په اړه مالومات نه ورکول هغه مساله ده چې زموږ په ټولنه کې ډېر تر سترګو کېږي او همدې لامل په دواړه جنسونو کې د جنسي فقر د رامنځ ته کولو سبب شوی.
 
سرکوب شوي احساسات د مخالف جنسي له لوريرټنه
ځينی وختونه سرکوب شوي احساسات د جنسي فقر د ايجاد لامل کېږي، هغه په دې ډول چې ځينی وختونه يو کس هيله لري چې د يو مشخص کس څخه جنسي خوند واخلي، يا خپله اړتيا پوره او يا هم ورسره جنسي اړيکه ټينګه کړي، که چېرته د افرادو دغه غوښتنې پر ځای نه شي نو فرد سرکوب کېږي، دلته ده چې دی د نورو سره د جنسي اړيکو د ټينګښت غوښتونکی نه وي خو کله داسې هم کېږي دا مساله په پرمخ تللی حالت کې د ښځو او انجونو څخه د فاحشه کارونو  ترسره کېدل او يا هم  د نارينه وو لخوا په همزمان ډول د ډېرو انجونو او ښځو سره اړيکه لرل په دواړه جنسونو کې رامنځ ته کېږي، يو شمېر افراد په دې برخه کې بيا وايي چې ګواکی دوی له مخالف جنس څخه کرکه لري چې د دې خبرې ډېر تکرار بيا په افرادو کې د ساديست نيکروفيل او يا هم د جنسي ساديسم د ايجاد سبب کېږي، دا راز دا ډله افراد د جنسي غوښتنو د پوره کولو لپاره د استمنا(خودارضايي) کوي.
 
رټنه هم په همدې ډول د جنسي غريزې د سړښت او جنسي غوښتنو د پارېدو سبب کېږي چې په پايله کې فرد په جنسي فقر اخته کوي.
د مخالف جنس څخه لېريوالى
 
په غزني ولايت کې داسې پېښه ثبت شوی چې د اردو يو عسکر د حيوان سره د جنسي اړيکو د ټينګولو په تور بندي شوی وو، چې دا د جنسي فقر په ايجاد کې د مخالف جنس څخه د ليريوالی بېلګه ده، له بلې د افغانستان په يو شمېر سيمو کې د واده کولو لوړ لګښتونه د دې سبب شوی چې دواړه جنسونه يو له بل څخه ليری پاتې شي چې دا مساله په دواړه جنسونو کې د فقر د ايجاد لامل کېږي.
 
مذهبي محدويتونه او تبصرې
دلته د مذهبي محدوديتونو څخه موخه په مذهب پالنه کې افراط دی چې دا پديده په خپل وار د جنسي فقر د رامنځ ته کولو سبب کېږي.
 
له بلې خوا د ځوانانو او نويو ځوانانو په وړاندې د جنسي مسايلو په اړه تبصره د دې سبب کېږي چې ځوانان د دې پديدې سره مخ کړي، د افغاني ټولنې په ودونو او نورو مراسمو کې د ښځو راټولېدنه او د دې مسايلو يادونه دې مسالې ته د پيغلو نجونو د متوجه کولو سبب کېږي چې دا هم په خپل وار د جنسي فقر د رامنځ ته کولو سبب ګرځي.
 
د پورتنيو مسايلو سره مبارزه او د دوی سره مخنيوی کوونکی اقدام په حقيقت کې د جنسي فقر سره مبارزه ده.