شپږیزه لیګ : مس عينک اتلانو پرلپسې دويمه بريا هم خپله کړه

روهي( څلورنۍ/۱۷ د تلې )، د وزيرزي مس عينک اتلانو له لوري نور علي ځدراڼ او رحمن الله ګربز ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره او خپلې لوبډلې ته يې بريا ور په برخه کړه.
 
د وزيرزي مس عينک اتلانو لوبډلې په خپله دويمه لوبه کې د پاراګون بند امير لوبډلې ته په ۹ منډو ماته ورکړه او په روانو سياليو کې يې دويمه بريا خپله کړه، همدا راز د پاراګون بند امير ښامارانو لوبډلې خپله دويمه لوبه هم وبايلله.
 
د شپږيزې کرکټ ليګ څلورمه لوبه د کابل لوبغالي کې سهار ۹ بجې د وزيرزي مس عينک اتلانو او د پاراګون بند امير ښامارانو لوبډلو ترمنځ پيل شوه. په پيل کې پچه د مس عينک اتلانو لوبډلمشر محمد نبي وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
 
مس عينک اتلانو له لوري د پيل توپوهونکو نور علي ځدراڼ او رحمن الله ګربز د ۱۳۴ منډو ملګرتيا وکړه او د خپلې لوبډلې هدف يې ډېر قوي کړ. د دوی ملګرتيا د شپږيزې کرکټ لیګ د تاريخ دويمه لويه ملګرتيا وه.
 
مس عينک اتلانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې نور علي ځدراڼ ۷۷، رحمن الله ګربز ۵۶ او طارق ستانکزي ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
 
د ۱۹۳ منډو د هدف په تعقيب کې د بند امير ښامارانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې شوکت زمان ۵۴، جاوېد احمدي ۴۱ او ناصر جمال ۳۹ منډې وکړې.
 

د مس عينک اتلانو له لوري نوين الحق، محمد نبي، يمين احمدزي او نور احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
 
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نور علي ځدراڼ ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې په زړه پورې توپوهنه وکړه او ۷۷ منډې يې ترلاسه کړې.
 
د يادولو ده چې نن ماسپښين ۱:۱۵ بجه په کابل لوبغالي کې د کابل بازانو او سپين غر زمريانو ترمنځ د شپږيزې کرکټ ليګ ۵مه سيالي ترسره کېږي، چې ټکټ يې وړیا دی.