ړوند خو نه يې نه نه ړوند مه شـې جانانه
په لاســــوکــــې مې کلپــونه دي جانانه
په ليمو کې مې دوه نيم کتابه لوست دي
په احسـاس کــې مــې اورونه دي جانانه
د قتــلونـــو غـــبارونه تـــرې چا پيـــر دي
د جـــــذبو په اتڼـــونو خنــــجر ګـــــډ دى
چې دمينـــي سرې پټـۍ وې پرې تړلـې
اوس پر هـغو ارمانـونــو خنـــجر ګــــډ دى
ډبرينـــو غشــــو ژبـــــــې دي ايســـتلـي
زمانو کــــړلې د زړونو چينــــــــې وچــــې
غېږې غېږې څڼې نه شي کيښوی سر ته
د خوږو خـوږو خـــــوبونو چيــــنې وچـــــې
د سکـــروټو فرش څپـک په څپـک خور دی
په تڼاکــــو په زګـــيرويو کـې مــو ژوند دی
جهانـــــونه مــــزلونه مـــــو تر منـــــــــځه
د بيلتون په سرو کړيو کــــې مـــو ژوند دی
د مو ســـکا ګلــدارې بـــې کچې خپه دي
د باران لــه تـــرنـــــــــم نه مــــــــــــرورې
دردوونكي غــــږ ته يې نــــشته ځـــوابونه
بتخانـــــې دې له صــــــنم نه مــــــــرورې
نو د زړه د غوښتو خـوله مې ده پرانــستې
د خوږې ميني سيـــندونه پکـــې ميــــنځه
موده وشــــوه تخيـــل مـــې پيکه شـــوی
د نظــــر د مالګــــو غرونه پکـــــــې مينځه
سيدجيلاني جلان
وروستي