دمسلمان ورزشي تمرینونه

کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم داحد دغزا دپاره لښکر تیارولو
سمرة د جندب زوی او رافع دخدیج زوی دواړه راغلل او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ئی غوښتنه وکړله چي دوي ته داحد غزا دپاره دمسلمانانو په صفونوکي دګډون اجازه ورکړي خو څرنګه چي ددوي عمرونه تر پنځلسو کلونو نه وو اوښتي یعنی کوچنیان وو په همدې اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوي دګډون خبره ونه منله ٬ خو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو چا وویل چي رافع ډير ښه غشئ ویشتونکئ دئ ځکه نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته دګډون اجازه ورکړله خو کله چي سمرة خبر شو نو ایماني غیرت ورته ودریدلو٬ او دو هم ځل دپاره نبي صلی الله علیه وسلم ته بیرته
راغلو او ورته ئی وویل چي ماته هم درافع غوندي اجازه ر اکړه او زه رافع ته په غیږ ورځم بیا رافع او سمرة دواړه په غیږ سره ورغلو او رافع ئی راوغورځاوه ځکه خو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم سمرة ته هم اجازه ورکړله٬٬٬
مسلمانان تل هڅه کوي چي هډونه ئی قوي او جسم ئی مضبوط وي ځکه خو ددې مطلب دپاره په فارغ وخت کښي ورزشونه او تمریني لوبي سرته رسوي او داډول لوبې دمسلمان دپاره ضروري دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي
المؤمن القوي خیر واحب الی الله من المؤمن الضعیف
وفی کل خیر٬ مسلم وابن ماجه
ژباړه
قوی مسلمان الله ج ته تر کمزوري مسلمان غوره دئ او په هر یوه کې خیر دئ
٬٬٬
عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه دشام مسلمانانو ته لیک ولیږلو
او په هغه لیک کښي ئی دا ورته ولیکل چي
علموا اولادکم السباحة والرمایة ورکوب الخیل٬ الدرالمنثور
ژباړه
تاسو خپلو اولادونوته داوبو لامبو وهل او دنښې ویشتل او دآسونو سورلۍ ورزده کړئ٬
٬٬٬
که دعمر رضی الله تعالی عنه په وخت کښې اولادونو ته دهمدې شیانو ور زده کول ضروري وو او همدغه شیان پر دښمن باندې دغلبې موندلو وسائل وو نو په نن وخت کې خو اولادونوته دهرهغه څه ورزده کول زیات ضروري دي کوم چي هغوي ددښمن په وړاندې ورته اړتیا لري
٬٬٬
په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
omari.zabul@yahoo.com