
بسوګۍ زموږ په کلي کې يوه ډېره ښايسته او مسته لېونۍ پېغله وه هغې ته به په خپل وخت د کلي ځوانانو، سپين ږيرو، خلقيانو، پرچميانو رهبرانو، طالبانو، داعشيانو او نورو خلکو هره ورځ په ګدر او لارو کوڅو کې شونډې په غاښ او ويل چې بسوګۍ کوژده دې څنګه شوه هغې به ورته ويل ما لېونۍ څوک څه کوي چې زما ريباري ته راشي او زه به ورسره کوژدن کېږم، يقين مې نه شي چې په افغاني ټولنه کې له ما سره څوک په دومره پراخه ديموکراسۍ کې واده وکړي ځکه زه يوه سياستواله او سوله غوښتونکې پېغله يم غواړم په افغانستان کې هغه کارونه پلي کړم چې د ټول ملت په ځانګړې توګه د هرې پېغلې لپاره ښه راتلونکی و لري.
دا د بسوګۍ د خولې شعارونه وه چې دې به هره ورځ د خپل پېغلتوب په وخت کې ورکول بل داسې ځوانان هم په دې ټولنه کې نه وه چې له بسوګۍ سره دې په دې چوکاټ او معامله کې جوړ راشي ځکه تش په نامه به يې د ديموکراسي چيغې وهلې، رنګا رنګ دريشګانې، سرې او تورې نيکټايانې او لونګۍ به د وخت ځوانانو په تنو کړې وې خو د يوې بسوګۍ د ځواب او په نکاح کولو نه وه چې کوم يو دغه مسته لېونۍ د خپل ځان لپاره په نکاح کړي ځکه ښځه يوه وه او دوی تقريباً څه باندې ولس اتلس ځوانان وه چې د کوم يوه په نصيب به شي.
لنډه دا چې بسوګۍ په کوز کلي کې نامزاد شوه، بسوګۍ ته د خپل کلي ځوانانو او پېغلو مبارکي ورکړه چې بسوګۍ نامزادي دې مبارک شه هغې ورته بياهم و ويل چې يقين مې نه شي ما څوک څه کوي، بله ورځ د بسوګۍ واده تيار شو خلکو د بسوګۍ په واده کې ګډون وکړ، له شوق نه هم خلک د دې واده ته راتلل ځکه چې بسوګۍ هماغسې يوه بسوګۍ وه چې هر چايې د خپلولو لپاره پرې سر ماتولو خو په هر صورت د بسوګۍ د واده ډوډۍ تياره شوه واده ته راغلي ميلمانه ټول عذر شول، د هغوی په ډېره ښه توګه قدر او عزت و شو، له ډوډۍ خوړلو او کار خلاصولو څخه وروسته د کوز کلي ځوانان د بسوګۍ په ناوې پسې راغلل دغه ده چې سره او شنه ډولۍ د هغه کلي ځوانانو په خپلو اوږو ايښې او بر کلي ته ناوخته مازديګر د دې په ناوې پسې راغلل او غواړي خپل کلي ته يو سي چې همداسې و شول هغه يې يوړله د خسر په کور يې و سپارله، شپه سباه شوه بسوګۍ هم ډېره زياته خوشحاله ده چې په خپلو جامو کې له خوشحالۍ څخه نه ځاېږي، نو د خپل کلي مشرانو، ځوانانو او کشرانو ته يې يو ليک وليکه چې پلانی پلانی سلام له سلام څخه وروسته اوس مې يقين راغی چې بسوګۍ واده شوه.
درنو لوستونکو! راځم اصلي موضوع ته په موږ هېوادوالو په ځانګړې توګه ځوانانو هغه د بسوګۍ واده هم رانه غی چې لږ خو خوشحاله شوي وای هر ځل د ټاکنو په وخت خپلې رايې ورکو، له ټاکنو وروسته زموږ رايې ورکې وي تش په نامه د ديموکراسۍ چيغې وهو ولې ديموکراسي مو پټه کړې ده، يو وايې ((که مه برنده استم ولاګه کسی از من حکومت کند)) بل وايې((چې موږ برياليو که ژوند وي په دې څوکۍ به رانه څوک کېنه ني.))
موږ ملت نور په دې نه پوهېږو چې له داسې سياستوالو، ديموکراتانو، ليونيانو، لنډغرو، رهبرانو، قومندانانو، طالبانو، داعشيانو او نورو زور واکو سره څه وکړو، که وژنه ده همدومره بس ده، که جهاد دی، نور بس دی، که غلاوې دي همدومره بس دي، که څلور ښځې کول وي همدومره بس دي، نور ملت هم حق لري، دا افغانستان خو به په ميراث تاسو ته نه وي رسېدلی چې دومره مو چور او لوټې لوټې کړو دلته بايد قوانينو ته پاملرنه وشي، دلته بايد ديموکراسي پياده شي، دلته بايد ملت نور ونه وژل شي، دا ټول جنايتونه، خيانتونه او لنډغرتوب همدغه مشران کوي، کوم چې په دې څلوېښت کلونو کې په دې مظلوم ملت حاکم و، دلته نړيوال ملامت نه دي، بهرنيان غلا نه کوي، بهرنيان څوک نه ازاروي، بهرنيانو د چاه غوږونه پرې نه کړل، بهرنيانو د چا پزې پرې نه کړې، بهرنيانو د چاه په سرونو مېخونه ونه وهل، بهرنيانو د ښځو سينې په افغانستان کې پرې نه کړې دا کارونه خپله افغاني مشرانو وکړل لعنت دې وي په داسې ناوړه سياستونو او بيا يې په سياستوالو.
دا ټول هغه د نه بخښلو جنايتونه او خيانتونه دي چې همدغو رهبرانو، خلقيانو، پرچميانو، ستميانو، طالبانو، داعشيانو او نورو وکړل چې موږ يې ټوله ملامتې په همدغو ور اچو مخ تورن دې وي د افغانستان د ښمنان سر لوړي دې وي د دې ملت وفاداره ځوانان.