
په مسکو کې د طالب چارواکو اود پخواني ولسمشرحامد کرزي او د ده مافيايي او له کاره لوېدلي ټيم ترمنځ د افغانستان د مسئلې د هواري په اړه ناسته هغه څه ده، چې د افغان ملت په ذهنونو يوځل بيا ډېرې بدې اغېزې وکړې، ځکه دغه څېرې د افغان حکومت له خوا په کوم رسمي مکتوب نه دي لېږل شوي اونه ولسمشرغني له دې سفر اوناستې خبر دی، چې د دوی موخه څه ده او کومه لاس ته راوړنه به له ځان سره راوړي، چې دوی په دې درې ورځوکې خپلې پيسې بډوهلي او غواړي سوله راولي.
له بلې خوا بيا له دې سفر څخه بېګاه خپله ولسمشرغني له لمر ټلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې له دې سفره انکار وکړ او ويې ويل چې زه ترې بېخي خبر نه يم، دوي چېرته تللي او هدف څه دی ځکه دغه کوم خلک چې تللي دا ټول هغه چارواکي وو، چې ما له خپل حکومت څخه شړلي او اوس هم کوښښ کوم، چې دوی په راتلونکي نظام کې له ځان څخه ورک کړم دا د ولسشمر غني د خولې هغه وينا وه، چې ده څه موده وړاندې له رسنيو سره هم شريکه کړې وه او بېګاه يې هم په خپله مرکه کې يادونه وکړه، چې ما د ښاغلي کرزي د حکومت په وخت کې چې زه دوه کاله د ماليې وزېر او د کابل پوهنتون رئيس وم کومه مداخله ونه کړه، نو ده ته هم د يو پياوړي سياستوال په توګه نه ښايي، چې زما په سياستونو کې لاسوهنه وکړي اونه به زما په اداري چارو کوم منفي تاثير وکړي.
افغان ملت له ولسمشرکرزي او د ده له ځنګېدلي او په ډالرو مست ټيم څخه دا پوښتنه کوي، چې تاسو خو شل کاله له طالب چارواکو سره په خپله واکمنۍ کې جګړې وکړۍ، يو بل ته مو د مرګ ژوبلې اړولو دعوې وکړې، د ملت وينې مو بې ځايه تويې کړې، په سوونو چاودنې مو وکړې، په زرګونو افغانان په شهادت ورسېدل، په سوونو کورنۍ بېرته کډوالې شوې، کابل بانک ستا په واکمنۍ کې چور او تالا شو، ته ولې خپل ځان مطرح کوې، ستا د واکمنۍ وخت نور ختم شوی، ته نور په قانون کې د دې حق نه لرې، چې د حکومت په اړه ته اوستا کاري ټيم خبرې وکړي او د برحاله رئيس جمهور له مشورې پرته سفرونه وکړې او د افغان ملت د مسئلې په اړه خبرې وکړي، هغه ډالرې نورې لاړې کومې، چې ستا په واکمنۍ ستا ناکاره ټيم ته په برخه شوې دي، دوی اوس خوار شوي، کوښښ کوي بيا لکه ښاماران په خزانو کېني او خپل جيبونه د ملت له خزانې ډک کړي.
له طالب چارواکو څخه زموږ د مسلمانيت ګيله داده، تاسو خو له دې خلکو سره شل کاله جګړه وکړه ستاسو نظام خو د ولسمشر کرزي ملګرو اوترڅنګ يې د امريکا بي ۵۲ الوتکو ړنګ کړ، چې په هغه وخت کې ويل غتې غتې بمونه پرې واچوه، چې طالبان له طورخم څخه واوړي او په کراچۍ او اسلام آباد کې خپلې ځالې جوړې کړي، دا د تاريخ د پاڼو هغه سرټکي دي، چې د ملت په ذهنونو کې شته.
تاسو مهرباني وکړۍ له شته نظام سره د افغان مسئلې د جوړ جاړي په اړه خبرې وکړۍ، تاسو د ښاغلي قانوني بې قانوني کارونه نه دي ليدلي، نن په تاسو پسې له پخواني ولسمشر څخه نيولې ټول يې لمونځونه کوي، زما په نظر دې موضوع ته به د افغان ملت د وژنې او ځورونې ترڅنګ اوس کوم د وينو رنګ ورکړو، طالبانو تاسو موږ جنايتکاران وګڼو او که حامدکرزی او د ده د دوه افغانيو کاري ټيم تاسو نن خپله د دې غريب ملت په وړاندې او د ۸۸۹۹ چاودنو ځواب نن ورکړۍ، چې په افغانستان کې شوې او ثبت يې له رسنيو سره شته دی او مسؤليت يې همدا تاسو طالبانو په غاړه اخيستی دی.
نور ملت په بې رحمانه ډول مه وژنۍ، روسان نه خپلېږي، هغه خلک دي، چې هغه يوځل په دې خاوره کې د همدغو امريکايانو له لاسه په دې ځای کې وهل او ډبول شوي هغوی کوښښ کوي نن يوځل بيا ستاسو په مرسته همدغه امريکايان و وهي او بله خبره داده، چې ولسمشر کرزي يوځل بيا د سولې په بهانه ډول په غاړه کړی اوغواړي بيا په شته نظام کې په دې اساسو شرايطو کې خلاوې رامنځ ته کړي اوخپل ځان مطرح کړي، نه ښاغلی کرزی ستا د حکومت شراب خوري او مصارفات ملت وليدل ته نور بې ځايه ډولونه مه وهه راځه له حکومت سره مستقيماً همکار پاتې شه، ښاغلي غني ستا د واکمنۍ پرمهال کومه لاسوهنه ستا په نظام کې نه ده کړې، چې تا نن په دې کارونو له يو څو لنډغرو سره لاس يو کړی او خپل ځان دې هم سپک کړ اوڅه به په لاس هم در نه شي، ځکه تاته د ملت سترګې در اوړي تا ته دې ملت دوه دورې رايه درکړې وه، ته بايد نور خيانت اوجنايت ونه کړې او خپل افغانيت دې معلوم کړې، نور ستا لپاره بس دی.
افغان ملت له ولسمشرغني او د ده له استخباراتي ټيم، قضاء اوڅارنوالي څخه هيله کوي، دغه کومې څېرې، چې روسيې ته د سولې لپاره له طالب چارواکو سره ناست دي دوی په کومو شرايطو له طالبانو سره سوله کوي حکومت او چوکۍ او جمهور رئيس دلته دي او دوی هلته د ده په غياب کې حکومتونه جوړوي که په رښتيا ولسمشرغني ځان رئيس جمهور بولي، دغه کسان دې د تورو تمبو شاه ته واچوي، چې د ده لپاره د حکومت کولو لارې خلاصې شي اونورې داسې څېرې په دې خاوره کې پيدا نه شي چې په داسې کارونو لاس پورې کړي.