حمدالله محب د افغانستان ښه استازیتوب وکړ

حمدالله محب د ملګرو ملتونو په سږنۍ عمومي غونډه کې په خپله ارزښتناکه، جامع او هر اړخیزه وینا سره نه یوازې خپله وړتیا ثابته کړه، بلکې د افغانستان ښه استازولي یې وکړه، ځکه نوموړي ټولو مهمو مسایلو که هغه په افغانستان کې د ترهګرۍ تهدیدونه، د پانګونې فرصتونه، د دولت پرمختګونه او لاسته راوړنې، د افغانانو هیله او باورمندي او د ولسواکۍ او جمهوریت ننګه او ملاتړ دی د ټولو ننګونه وکړه او نړیواله ټولنه یې د قدردانۍ ترڅنګ دېته وهڅوله چې لا هم له افغانستان سره د افغانانو د ښه راتلونکي په موخه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي همدارنګه په سږنیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ستونزو او خطرونو او تهدیدونو باوجود د ولس پراخ ګډون او د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ښه امنیت تامین ته په اشارې وویل: ”ګرانو هیوادوالو! زه تاسو ته د رایې کارونې له حقه د استفادې له امله مبارکي وایم او له ټولو مسلکي او زړورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه کوم، چې د دې حق د ساتلو لپاره یې هڅې وکړې. زمونږ ۷۰ زره زړورو ځواکونو ددې تاریخي بهیر په لړ کې د خپلو هیوادوالو ساتنه وکړه. د افغان ځواکونو د مسلکیتوب له امله د د ښمن ډېری او آن لا ټول هغه بریدونه، چې په دې ورځ یې زموږ د ملکي هیوادوالو د په نښه کولو لپاره پلان کړي و، دفع کړل.“

نوموړي د دغې سترې بریا مبارکي نړیوالو او په ځانګړي ډول هغو هیوادونو ته هم وویله چې د ټاکنو د تمویل برخه کې یې له افغانستان سره کړې او لا هم د نړیوالو شریکانو په توګه د افغانستان او افغانانو ترڅنګ دي. هغه وویل: ”زه د دې لاسته راوړنې له امله د نړۍ وګړو ته هم مبارکي وايم او له تاسو هر یوه مننه کوم. نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د ناټو غړي هېوادونه په تېرو دوو لسیزو کې زموږ ترڅنګ ولاړ و او موږ ته یې ددې زمینه برابره کړه، چې هیواد مو له جګړې راووځي، بیا ورغول شي او د یوه نوي افغانستان په اړه فکر وکړو، داسې افغانستان، چې په اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو ولاړ او د تل لپاره له خونړۍ ماضي ژغورل شوی وي.

تاسو هغه مهال د یوې افغان ډیموکراسۍ په اړه زموږ د لیدلوري د عملي کېدو په برخه کې ستره او ارزښتناکه پانګونه وکړه او آن مو خپل نارینه او ښځینه د مرګ له خطر سره مخامخ کړل، چې ډیموکراسي زموږ په هیواد کې یوازې یوه مفکوره وه، خو اوس تاسو د هغې سرمایه ګذارۍ مثبتې پایلې ګورئ، چې د پالیسیو، اقداماتو، بنسټونو، اصولو او آن لا خلکو په بڼه را څرګندې شوې دي. مونږ، د افغانستان نننيو ځوانو رهبرانو د ولسواکۍ هغو اصولو او ارزښتونو ته غېږ پرانېستې، چې د ملګرو ملتونو سازمان یې پر بنسټ تاسیس شوی دی.“

ډاکټر محب وویل، ”مونږ د هغو موخو د پراخې دایرې ملاتړ کوو، چې د دې عمومي غونډې په اجنډا کې تعقیبېږي او د سولې او امنیت له پرمختګ، د زده کړو د کیفیت له ښه والي، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او اقلیمي بدلونونو ته له رسیده ګي څخه عبارت دي. “

د څلوېښت کلن جنګ باوجود په وروستیو دیارلسو او خصوصا په وروستیو پنځو کالو کې د ولمسشر غني په مشرۍ افغان دولت ښه لورته حرکت پیل کړی دی او که همداسې ادامه ومومي، نو باور دی چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان خپل تېر عظمت او شوکت ته ور ستون شي.