د هاليووډ هغه نوموتې څېرې چې د چاپېريال ساتنې پلويان دي

د هاليووډ ځينو څېرو د خپلو هڅو يوه لويه برخه د اوبو، هوا او ځمکې د ککړتيا سره د مبارزې ته وقف کړې ده او د خپلو عوايدو يوه برخه يې ورته ځانګړې کړې ده، له دې څېرو څخه ترټولو مهمې يې په لاندې ډول دي:

بن افلک: دغه سينمايي ستوری او لوبغاړی په کال ۲۰۱۰ کې په ختيځې کنګو کې د يوې نوښتيزې برنامې بنسټ ايښودونکی و، چې له دې برنامې څخه يې د طبيعي زېرمو په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوه. دا برنامه په ختيځې کنګو کې د تلپاتې پراختيا په اړه ټينګار لري. نوموړی دمګړی د مټ ډيمون بنسټ سره په همکارۍ کې په دغې افريقايي سيمه کې د پاکو اوبو څخه د ګټې اخيستنې لپاره کار کوي.

ډرو بريمور: دا سينمايي ستوری سربېره پر دې چې د ژويو يا حيواناتو د حقوقو فعال دی، له کورنيو تولیداتو څخه په ګټې اخيستنې ټينګار کوي او وايي چې له يادو توليداتو څخه ګټه اخيستل کولی شي چې د چاپېريال د ککړتيا په مخنيوي کې رغنده رول ولوبوي.

جيمز کامرون: د (تايتانيک) کارکوونکي د يوې مستندې ټلويزوني برنامې په توليد سره د اقليم بدلون په اړه د امريکې متحده ايالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ساسيتونه رد کړل. نوموړی ټينګار کوي چې د ځمکې د ژغورنې لپاره بايد د دويمې نړيوالې جګړې په څېر د خلکو د يوځای والي لپاره کار وشي.

مټ ډيمون: نوموتی سينمايي لوبغاړی دی چې له ۱۹۹۰ څخه د يوې موسسې په رامنځ ته کېدو سره پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه فعاليت کوي. په همدې اساس نوموړي په کال ۲۰۱۳ کې د چاپېريال ساتنې جايزه ترلاسه کړه. د نوموړي سازمان په ملاتړ شاوخوا ۱۷ ميليونو کسانو په امريکا کې پاکو او فلټر شويو اوبو ته لاسرسی ومونده.

لئوډو ډي کاپريو: دا سينمايي ستوری چې د د هاليووډ ترټولو زرغون هلک په نامه يادېږي، د ځمکې څخه د ملاتړ په برخه کې يې ډېرې هڅې کړې دي او د وحشي ژويو د ملاتړ په موخه يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مبارزه کړې ده. نوموړي د همدې هڅو په اساس د ( د اوبو او هوا په بدلونونو کې د سولې سفير ) وياړ له ملګرو ملتونو څخه ترلاسه کړ.

ناټالي پورتمن: نوموړې پراخ فعاليتونه لري چې د شنو بوټوخوړونکو څخه ملاتړ يې یوه برخه ده. دې په کال ۲۰۱۸ کې د ( د ژويو خوراک) تر عنوان لاندې يو مستند توليد کړ چې د غوښې د کرکجن او ډاروونکي صنعت په هکله و. نومړې همدارنګه داسې يوه برنامه تنظينم کړه چې په ترڅ کې يې خلک له هغو بوټونو او څپليو څخه ګټې اخيستنې ته هڅېدل چې د ژویو پوستکي او نور اړوند مواد پکې نه وي کارول شوي.

مارک روفالو: هغه (سالمه کليفورنيا) بنسټ یوه برخه ده چې په ۲۰۱۵ کال کې يې د باراک اوباما د اوبو او هوا بدلون برنامې له ټکر سره مخ کړې. نوموړي د نفتو د استخراج په برخه کې د امريکا د سياستونو په هکله نيوکه کړې او د چاپېرپال په ساتنه يې ټينګار وکړ. نوموړی په کال ۲۱۰۷ کې د کيشب ( لاک پشت ) د ملاتړ په پار وستايل شو.

هېره دې نه وي چې نوموړي د هيدروکربوري تولید سره د مقابلې لپاره چې د طبيعي ګازونو د استخراج يو بحث زېږوونکې کړنلاره ده، يو کمپاين ترسره کړ.

اما واټسون: د (هري پاټر) فلم لوغاړې دی چې د البرټا فرټي به همکارۍ يې د (چاپېريال سره مينه) تر عنوان لاندې لباسونه جوړ کړل. نوموړې همدرانګه چاپېريال ته د نه زيان رسولو په برخه کې ځيني نور فعاليتونه هم لري.