پښتنه مينه

څومره حسينه پُر حيا ده
دا پښتنه مينه زما ده
ملکه د حسن او ښکلا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده
چې په ناز ناز راته راګوري
چې وړاندې ځي په څټ راګوري
څومره ظالمه يې ادا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده
شونډې خوږې لکه قندونه
زلفې يې اوږدې دي سنبلونه
لکه وېښته نرۍ يې ملا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده
زه يې په يو نظر شيدا کړم
د خپلې مېنې يې راجلا کوم
خو دا ظالمه بې وفا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

زه يې په وير باندې غمجن شم
دا مې ژړا باندې ښادمن شي
داسې دلبر خدايه زما ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده
په دنګه ونه يې زلفان ځړيږي
لکه چنار کې ښاماران ځړيږي
زما د بڼ ښکلې مينا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده
پرته د ښکليو مې بل کار نه شته
د زړه د خونې مې قرار نه شته
مينه چې کړم دا مې سزا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده
چې ورته ګورم په قهريږي راته
سترګې له سترګو نه شرميږي
آيينه د مخ يې پُر حيا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده
مين مې نه کړله مين شومه زه
په بې وفا باندې مين شومه زه
دغه د پاک الله رضا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده
مينه د ښکليو کې چې رانه شې
پرته د خدايه د بل چا نه شې
زما ستانګزي ته دا دعا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده
څومره حسينه پُر حيا ده
دا پښتنه مينه زما ده
ملکه د حسن او ښکلا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون