سپي پرتخت تاووس ؟؟؟؟؟  (لنډه کیسه)

              زموږ په کالج کې د دوو څیزونوکمی نشته، یو د سپیو اوبل د شنو ونو، هرې خواته ترهر شنه ډکي لاندې یوسپي پروت وي، یا ویده وي او یاهم ځان ګروي او ټوله ورځ یي په همدغه دړدنګ باندې تیریږي، کله کله که لږ څه باران ماران وشی ، بیا نو یوشوق هم کوي اوغاپی چې دایي په نادراتو کې شمیره شي. دشنو ونو پر څانګو باندې پرتوتیاتواو نورو مرغانو برسیره  طاووسان هم په مزو سر وي او په خپله ښکلاسره غوږ ځورونکي غږونه ترخولو راوباسي، ځکه تاووس چې څومره ښکلي دی هم هغومره یي غږ کریږ اوزیږدی چې په سړي ښه نه لګیږي ... تاووسان لکه موږ اونورنراوښځی ګډ ګرزي راګرزي ، نریی ښایسته او ښځه نا شولته او بدرنګه ده خودخپل نارینه په ښکلا اوپه تیره چې خپلې بڼکي په ښکلی نظم سره پرانیزي، داسې ویاړي چې ته به وایي انارکلي په زړو اوشلیدولو جاموکې دشهزاده سلیم په دربارکې له هغه سره غاړه په غاړه شوې ده... دتاووس له کریږجن غږه دمارانوساه وځي ، کله چې دهغه غږ واوري ، ځان ترې ساتي اویوې خواته ځان  غلی نیسې اوچې چیرې سوړه ګوري ځان په کې پټوي، خکه چې تاووس په ځنګله کې د ماردسر دښمن دی او تاووس مارخوري ، ځکه نوکله چې دهغه غږ اوري هغه ورته داسرافیل شپلۍ ده اودهغه درنې او بدرنګې پښنۍ منګولوورته د زابلي رستم دګرز ګوزار... 
 
نن سهار له نري پسته اوره وروسته هوا ډیره ښه شوې وه، له کړکۍ مې یوه اوبلې خوا ته وکتل، نری شمال مې پرمخ را ولګید، ځکه مې زرسپورتي کالي واغوستل او له کوره راووتم،  ډله تاووسان له ونو را ښکته شوي وو، یوې او بلې خوا ته یي منډې وهلې ، مستې یي کولې ، دلته تل زموږ د کالج نجونې اوهلکان ټول پرې راټول وي ، ترڅو لاس ور وانه اچوې ، له چا منډه  هم نه کوي... هرڅوک چې څه ډوډۍ او بسکویت هم وراچوي، پرې ورمنډې کړي ، که یې په زړه جوړ نه وو، بیا بی پروا ترې تیرشی... یوشیبه مې یې ښه ننداره وکړه ، زه لا ولاړوم چې زموږ کورته د نژدې څلورلارې سپي هم نن دیخې هوا له برکته را پورته شوي وو،نن یې ځانونه نه ګرول،یوه او بل ته به ورغاړوتل اوله یوه بل سره به په مستې بوخت ول ...  رښتیا ماته نن د دواړو نندارې خوند راکړي و، نرتاووس به شوق وکړ، خپلې بڼکې به یې یوڅه سره پرانستې ، بیا به یې بیرته سره ټولې کړې، کریږه به یې وکړه اوله نوروسره به یې په حرکت پیل وکړ... څوشیبي مې همدغې نندارې ته وکتل ، سپي سخت مست شوي وو، له ډیرې مستې به یې پرتاووسانو را ټوپ وهل ، داسې چې دوی فکرکاوه، هغوی به په خپل ترپ اوخرپ سره ونیسې ، هغوی به ځانونه ترې یوې او بلې خوا ته کړل ، خو چې پوه به شول چې دوی سپین سترګې کوي ، بیابه ترې والوتل اود ونې پرښاخ به برند ورته کیناستل او خپل چغې به یې ورباندې وهلي ، سپیو به یوڅو شیبې ورته وکتل څه به یې له وسه نه ورته کیدل ، بیرته به په خپلوکې سره اخته شول، چې ښه به سره ګرم شول، تاووسان به بیا مځکې ته راکښته شول، او دوی ته به یي په ځیرځیر سره کتل... سپیوته د دوی مستیوته ...
 
څوشیبي نه وې تیرې چې له کومې بلې خوا یوڅو نورسپي هم را پیداشول، په پیل کې خو ټول سره اخته شول، یوه اوبل ته غریدل ، کوړنجیدل، چې ورو ورو یی غریدا په دربیدا اوداړلواوخوړلو لکه دماما دزوی د کابلي سپیوغوندې سره بدله شوه ، سره اخته شول، ، داسې توده جګړه یی سره پیل کړه چې، پریوه اوبل یې د هیڅ صرف نه کوله، دچا سرمات ، دچا  له خولې وینې راتلې اویویو چې له اخ وتوخه لویدلی و، هغوی به هلته پروتل اوخپل زخمونه او درونه به یې څټل ... بد حال یې سره جوړ کړی و، داسې چې خدای یي دې نه درباندې وینې ... اوزه لا ورته ولاړوم ... ما یی لاننداره کوله ، خوڅوک نه وو چې سره خلاص یي کړي ، تاووسان هم پاس په ونوکې ورته ناست وو او د دوی دغې بدې ورځې ته کتل اوچغې یې ورته وهلې  ... 
 
زه په همدې کې وم چې یوناڅاپه دکورمخې ته یو دروند ښکلي موټر ودرید، لاسم دریدلی نه و چې د ما ما زوی ، هغه چې تیره میاشت خپلو کابلیوسپیو داړلی و او نژدې یوه میاشت یې په روغتون کې تیره کړې وه ترې را کښته شو، له خوشالۍ اوخندایی خوله نه سره ورتله ، زما څنګ ته ودرید اوپه مینه مینه یې زموږ دکوڅې د ډډیی سپیو ننداره پیل کړه... ورته ودرید، ماچې ده ته دده دغې تلوسې ته وکتل دلویانو هغه خبره را یاده شوه چې داسې چا ته به ویله  : شوق بل ډول شی دی ... څوشیبی ورته ودرید زما پراوږه یی لاس کیښود : 
ـ لالا، پوره یو میاشت شوه چې نه مي سپی لیدلی اونه یې جنګونه او... 
ما ور زیاته کړه : 
ـ بس ګوره یې ، ښه د زړه یخ دې پرې وباسه ... 
ـ نه  له دوی څه نه جوړیږي ... امریکایی روزل شوی کابلي سپي بیل خوند لري ... 
ـ څنګه خوند ؟ 
ـ په هغه خوند هرڅوک نه پوهیږي ...  هو، هرڅوک ... 
موږ په همدغه کې وو چې تاووسان را ښکته شول، یوې اوبلي خواته یې په مندو پیل وکړ، یوه دوه پک اوپمن سپي چې ځانونه یې له جګړې لرې ساتلي وو، هغوی بیا پرتاووسانو پسې منډه کړه ، هغوی ټول بیرته ترې والوتل ... دماما زوی له خندا ورته شین و، په خیرځیریې ورته وکتل، ما ته یې مخ را واړاوه او رانه یي وپوښتل: 
 
ـ د سپیو له تاووسانو سره څه ؟ 
ـ بس نه یې پریږدي درګرده منډې ورپسې وهي ... 
تاووسان بیا راکښته شول ، خو ډنګروچکول سپی بیا پسې واخیستل ... د ماما زوی څه چغې مغې پرې وکړې، خو بیا هم یي  تاووسان مځکې ته نه را پریښودل، خدای شته چې دغې نندارې ښایسته شیبه ونیوه ، موږ ورته ولاړوو، حاجي کاکا له کلا راووت ، زموږ خواته راغی ، دماما دزوی پوښتنه یې وکړه، ده هم له موږ سره د سپیو اوتاووسانوننداره بدرګه کړه ، دهغه هم ډنګرسپي ته چې په تاووسانو پسې یې منډې وهلې خندا راغلی وه ، دده منډو ته سخت ځیرشوی و، زه اودماما زوی مخ  په روانیدو شو، خو حاجي کاکا لاهم ولاړو، لا یی ورته خندل ، موږ غوښتل خدای پامانی ورسره وکړو، خوده زموږ لاسونه ونیول: 
 
ـ چیرې ځئ  داننداره چا ته پریږدئ ؟ 
ما او دماما زوی چې له دغې نندارې ستړي شوو، نورمو دهغې دلیدوتوان نه درلود خو دده په خاطربیا هم یوڅه ورته ځنډ شوو... ده لا ورته کتل، اود ډنګر سپي منډوته سخت خندا نیولی و، له یوڅه ځنډه وروسته  یی خپل څادر پراوږو سم کړ، له موږ سره روان شو، لایی خندل ، او له ځان سره یی په خندا خندا کې ترخوله داهم نرمه ترخوله راووته :
 ـ عجیبه سپي دي ، داسې سره نښتې چې ته به وایې پرتخت تاووس باندې یې جنګ دی ... 
ـ تخت تاووس؟ 
زه ځای پرځای ودریدم  ... حاجي کاکا که څه هم خپله خبره د ټوکي په چل وکړه ، خوما چې شاوخوا ته وکتل، هوا ته مې وکتل اودسپیو نندارې ته مې وکتل ، سوچ یووړم ، هو، سوچ ... داسې چې تراوسه یې هم وړی یم ، ځکه خو مې غوږونه تخت تاووس تخت تاووس زمزمه هره شیبه را تخنوي ، تخنوي ... 
ـ عجیبه سپي ديي ، داسې سره نښتې ...   چې ته به وایې پرتخت تاووس یی جنګ دی ؟؟ 
پای