بياسپرلی سپرلی سو چی اخترراغی
ښکلی سوه فضا چی مسافر راغی
بيايې لاری پرش په سروګلونو کړی
ګل سوی سری غوټی چی مرور راغی
بياغزل غزل زما سندريز لا لی
مست وه اتڼونه چی دلبر راغی
بياشپيلی خوږه ليلی نغمه نغمه
ويش سی سرببر ونازپرور راغی
بيادازادی خال په تندی غواړی
څرک واه سپوژمئ چی بختور راغی
بيايې سترګی توری سره لاسونه کړو
بياکوچی نڅاژړمازيګر راغی
بيايې کړه سنګار په سروياقوتونن
بيادسپينی سولی پيغمبر راغی
دنګه کليواله چی ټپه ټپه
ورکی توری شپی چی روڼ سحرراغی
بياپه رباب مسته کی سندرنن
پاڅه الکوزيه دزړه سرراغی
منان الکوزی کوټه
mananalkozai@ymail.com
وروستي