روهي( پنځه نۍ/۴ د تلې )، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو لړۍ د یو ډاکتر له نظره: کله چې په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې زه د بلخ له پوهنتون څخه فارغ التحصیل شوم، د دې په هکله چې په راتلونکي کې به څه کارونه ترسره کوم، هیڅ ډول شک او شبهه راسره نه وه. زما په ټاټوبي بلخ کې، د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو له ستونزو څخه د خبرتیا پر اساس او د دې ولایت په لرې پرتو سیمو کې، روغتیایي خدماتو ته د خلکو د مخ پر ودې اړتیا له وجې مې په پیل کې له یو شمېر هغو روغتیایي مرکزونو او کلینیکونو سره کار پیل کړلو چې روغتیایي خدمات یې وړاندې کول.
له پوهنتون څخه د یوه نوي فارغ شوي ډاکتر په توګه دې نتیجې ته ورسېدم چې له خلکو سره د اړیکو جوړولو له لارې او د کلیو او ولسوالیو په کچه د همغږئ رامینځ ته کولو سره، کولۍ شو چې په روغتیایي خدماتو کې ښه والی راولو.
د خپل کار په دوه کلنه تجربه کې، چې د بلخ ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې د روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو بوخت وم، د هغه بې وزله خلکو خبرو ته به مې په ډیر دقت سره غوږ نیولو چې موږ ته به راتلل. ډیری کلیوالو به روغتیایي مرکزونو ته د سفر له ستونزو، د ترانسپورتي امکاناتو د نه شتون، په روغتیایي مرکزونو کې د خصوصي حریم د نه مراعاتولو او په روغتیایي مرکزونو کې د اړتیا وړ روغتیایي خدماتو په برخه کې د ظرفیت له کمښت څخه نارضایتي ښودله.
ځینې هغه ناروغان به چې موږ ته راتلل، روغتیایي مرکزونو ته د تللو لپاره به مجبور و څو اوه ساعته لاره ووهي. د بلخ په کلیوالو سیمو کې ښځې او ماشومان د دې کلیو تر ټولو محرومه برخه جوړوي. اکثره ناروغان؛ په تېره بیا ښځې به کله چې روغتیايي مرکزونو ته د درملنې په موخه راوړل کېدلې، روغتیایي وضعیت به یې ډیر په بد حالت کې وه.
کله به مې چې له ښځو څخه دا پوښتنه کوله چې ولې مخکې نه راتلئ؟ ډ ډیرو ښځو ځواب به دا و چې دوی مجبورې دي تر څو خپل محرم ( میړه، ورور او یا د میړه کوم خپلوان) ته منتظرې پاتې شي تر څو دوی روغتیايي مرکز ته انتقال کړي.
د خپل کاري چاپریال له تجربو څخه په ګټه اخیستنې سره دې پایلې ته ورسېدلم چې د بلخ ولایت په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې ټولنیز او فرهنګي خنډونه د روغتیایي خدماتو پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښونه دي؛ چې روغتیایي خدماتو ته یې د ښځو او ماشومانو د لاسرسي پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي. دا ټولې تجربې د سیمې له خلکو سره وروسته له مستقیم کار کولو او په کارې چاپریال کې ما ترلاسه کړې، په غېر د هغه کې د دې معلوماتو ترلاسه کول، ناممکن کار وو. دغه تجربې د عامې روغتیا وزارت د صحتمندي پروژې په برخه کې د مشاور په توګه زما د کار د موثریت او اغېزمنتیا په ډیریدنه کې د پام وړ تاثیر درلود.
کله چې په ۲۰۱۲ زېزدیز کال کې ما د عامې روغتیا وزارت کې خپله دنده پیل کړه، داسې فکر مې وکړ چې زما پخوانئ تجربې او مهارتونه به د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدماتو پر کیفیت او هغې ته د خلکو د لاسرسئ په ډېرېدنه کې د پام وړ پر مختیا راولي او اغېزمنه به تمامیږي. په بلخ، سرپل او تخار ولایتونو کې د کلیوالو سیمو د روغیایي ستونزو څخه زما د شناخت او پوهې په بنسټ، ما دا باور درلود چې د خلکو او ټولنو بسیج کول، د ستونزو سره د مبارزې لپاره او با کیفیته روغتیایي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې مهمه ونډه لرلۍ شي.
دا مې ډیر ښه په یاد دي چې یو وخت به یو شمېر کلیوالو کورنیو د امیندوارو میندو د واکسینولو او هغوی ته د صحي خدماتو د وړاندې کولو لپاره، د واکسین د تطبیقولو لپاره زموږ د واکسیناتورانو له منلو څخه ډډه کوله، خو وروسته د سیمي پراختیایي شورا را وړاندې شوه او ستونزه یې حل کړه. همدارنګه په روغتیایي برخه کې په یوه بله ورته قضیه کې، د بلخ ولایت په یوه کلیواله سیمه کې د سیمې پراختیایي شورا وشو کولی چې له خلکو سره د همغږئ له لارې، د ناروغو مېرمنو لپاره د یو مصؤن او خصوصي حریم د ساتنې په موخه د یو روغتیایي مرکز په شاوخوا کې د دیوال جوړونې لپاره اړینې سرچینې برابرې کړي او دا ستونزه حل کړي.
د کلیوالو سیمو څخه زما د شناخت او تجربې پر بنسټ؛ زه دې پایلې ته رسېدلی یم چې سیمه ییزې ستونزې د سیمیزو حل لارو له لارې په ښه توګه حل کېدلۍ شي.
وروستي