ټاکنو لپاره امنیت

 
که څه هم طالبان هر ځل ټاکنو کې خلکو ته خبرداری ورکوي چې ټاکنو کې ګډون و نه کړي او دوی به د ټاکنو په مرکزونو بریدونه وکړي خو له دې خبرداریو سره سره خلک د رای مرکزونو ته ځي او دخپلې خوښې نوماند ته رای ورکوي.
طالبانو راتلونکو ټاکنو لپاره یو ځل بیا خبرداری ورکړی، خو افغان ځواکونو د دې ډلې پرضد داسې عملیات کړي، چې په پتنځایونو کې هم خوندي نه دي.
هغه پلان چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټاکنو لپاره جوړ کړی و ، ۹۰ سلنه یې تطبیق شوی چې ورسره د امنیت ساحه پراخه شوې او د طالبانو د فعالیت ساحه کمه شوې ده.
بدخشان، فراه، فاریاب او تخار هغه ولایتونه دي چې تازه پکې له طالبانو ولسوالۍ او سیمې نیول شوي دي، خو دا چې دې سیمو کې خلکو نوم لیکنه نه ده کړې، ځینو کې به یې د رای اچونې مرکزونه پرانیستې وي او ځینو کې له دې امله بند وي چې خلکو نوم لیکنه نه ده کړې.
هغه سیمې چې اسیپ پذیره وي او د دې ګواښ و چې طالبان به ننګونې راپورته کړي، افغان ګډو ځواکونو پکې عملیات وکړل چې زیات شمېر قومندانان او وسله وال یې ووژل شول او له سیمو وتښتیدل.
افغان ګډو ځواکونو ټول هېواد کې د ټاکنو لپاره ډاډ من امنیت رامنځ ته کړی او هغه مرکزونه چې د افغان ځواکونو له لوري د ټاکنو کمېسیون ته ډاډمن ښودل شوي خلک کولی شي په ډاډ سره خپله رای ورکاروي.
د افغان ځواکونو پلان څو برخې درلودلې، خو دوه مهمې برخې یې دا وې چې د طالبانو نفوذي او فعالیت ساحو کې پراخ عملیات وشول چې د دې ډلې زیات وسله وال له سیمو وتښتیدل.
د پلان بله لویه برخه دا ده چې د ټاکنو په ورځ او له دې څو ورځې وړاندې به د ټاکنو د امنیت لپاره لومړی درجه احضارات وي او د مرکزونو امنیت لپاره به ځواکونه ګمارل کیږي.
د افغان ځواکونو د پلان تطبیق یواځي هغو سیمو کې مالومیږي چرته چې تر دې وړاندې طالبانو فعالیت کو، اوس هلته د دې ډلې هیڅ وسله وال نیشته او خلک ارام ژوند کوي.
دا امنیت راوستل یواځې د همدې ولسمشریزه ټاکنو لپاره نه دی، بلکې دا به دوام پيدا کوي او د دې دوام په اوږدو کې به خلکو ته عامه پروژې پيل کیږي چې اسانتیاوې ورته رامنځ ته شي.
نو طالبان یواځې د ټاکنو روانی امنیت ګډوډي، نور افغان ځواکونه اجازه نه ورکوي چې فزیکي امنیت ګډوډ کړي.
افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې په سراسر د افغانستان کې امنیت خوندي کړي او د دې لپاره یې کافي امکانات په کار اچولي دی چې خلک ډاډه شي.
افغانانو ته پکار ده چې په خپلو ځواکونو باور ولري، ټاکنو کې ګډون وکړي او اجازه ور نه کړي چې بیا د افغانستان سرنوشت په نورو هېوادونو کې وټاکل شي.
افغانان به خپل سرنوشت په خپله ټاکې او افغان ځواکونه ژمن دي چې دې برخه کې خپل مسوولیت چې امنیت دی، ادا کړي