د ملي پوليسو سفير مسکو کې په يوې چلېنجي لوبه کې ګډون کوي   

روهي( دوه نۍ/۱ د تلې )، د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوی پاسوال عبدالصبور قانع د ملي پولیسو له افتخاري سفیر باز محمد مبارز سره وکتل.
 

په دې کتنه کې قانع د ورزش په ډګر کې د هېواد لپاره د مبارز هڅې او لاسته راوړنې د ستاینې وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې همدا ورزشکاران د هېواد درې رنګه بیرغ په نړيوالو لوبغالو کې رپوي او د افغانستان رښتینې مبارزه څېره نړيوالو ته ورښيي.
 

لوی پاسوال عبدالصبور قانع، باز محمد مبارز ته د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو یونیفورم ډالۍ کړ او مبارز ته یې د راتلوونکې مسابقې د بريا په موخه د دعا لاسونه لپه کړل.
 
 
د ملي پوليسو افتخاري سفير باز محمد مبارز هم په راتلوونکې لوبه کې له خپلو تياريو ډاډ ورکړ او له خپلو خلکو يې د ملاتړ او دعا غوښتنه وکړه.
 

د یادونې ده چې باز محمد مبارز د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه د جمعې په شپه د روسیې په مسکو ښار کې په يوې حساسه چلېنجي سیالۍ کې ګډون کوي، چې له تېرو څلورو میاشتو راپدې خوا یې د بریا په هدف پېچلي تمرینات ترسره کړي دي.