زمبابوې له افغانستان په ۷ ويکټو بريا خپله کړه

روهي( نۍ/۳۰ د وږي )، افغان لوبډلې په بنګله دېش کې د روانو درې اړخیزو شل اوریزه سیالیو پنځمه لوبه کي له زمبابوی د اوو ویکټو په توپیر ماتې ومنله.
 
د دغې لوبې په پيلېدو سره افغان لوبډلمشر راشد خان د لوبې پچه وګټله او لومړی يې د زمبابوې پر وړاندې توپوهنې پرېکړه وکړه.
 
افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې رحمن الله ګربز ۶۱، حضرت الله ځاځي ۳۱ او شفيق الله شفق ۱۶ منډې وکړې.
 

د زمبابوې له لوري کريس مپوفو ۴ او ټينوټينډا موتمبودزي ۲ افغان لوبغاړي وسوځول.
 

د يادولو ده چې رحمن الله ګربز په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې خپله لومړۍ پنځوسيزه هم بشپړه کړه.
 
د ۱۵۶ منډو هدف د زمبابوې لوبډلې په ۱۹.۳ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۷ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوی له لوري همېلټون مسکدزا ۷۱ ډېرې او ريګيس چکابوا ۳۹ منډې وکړې.
 
د افغانستان د توپ اچوونکو له لوري مجيب الرحمن ۲ او دولت ځدراڼ ۱ ويکټ ترلاسه کړه.
 

فضل نيازي بيا د افغانستان لپاره خپله لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړه چې په توپوهنه کې يې ۱۲ منډې وکړې او په توپ اچونه کې يې ۱ اور کې ۱۳ منډې ورکړې.
 

د يادولو ده چې په يادو سياليو کې دا د افغانستان دریمه لوبه وه چې افغانستان به خپله څلورمه لوبه سبا (۲۱ سپتمبر) او پايلوبه د سپتمبر په ۲۴مه نېټه له بنګله دېش سره ترسره کړي.