د مسلمان په ژوند کې تر ټولو سختي شيبې او ستره معرکه د فتنو ، بدلون او تغير په وخت کې په ديني او ايماني ارﺯښتونو ثبات او استقامت دى.
مسلمان بايد هيڅکله خپل عمل او عبادت ته مغروروه نشي، بلکې تل دې د الله جل جلاله نه د خپلې ښې خاتمې سوال وکړى، ځکه اعتبار وروستۍ خاتمې لره دى.
له دې امله شيخ عبد الرحمن السعدي رحمه الله وايې" مسلمان بايد د خپل دين او ايمان د ثبات لپاره تل د الله تعالى لور ته متوجى واوسى.
د ثبات ځينې لاملونه په لاندې ډول دي:
(1) په سوچ فکر سره د قران کريم لوستل او د ژوند په ټولو چارو کې يې احکام پلى کول:
الله تعالى فرمايي:(( كَذٰلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِۦ فُؤَادَكَ ۖ)).
ژباړه: داسي ځكه شويدي(قران په بيلا بيل وخت کې ناﺯليدل) تر څو موږ ستا ﺯړه ډاډه او پياوړى کړو.
(2) نبوى سيرت او د انبياو، عليهم السلام کيسې لوستل:
الله تعالى فرمايي:((وَكُلًّا نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنۢبَآءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِۦ فُؤَادَكَ ۚ )).
ژباړه: اې پېغمبره! دا د پېغمبرانو كيسې چي موږ یې تا ته اوروو، دا هغه شيان دي چي د هغو په وسيله ستا زړه ډاډه كوو.
(3) ️په علم عمل کول:
الله تعالى فرمايي:(( ۖوَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا مَا يُوعَظُونَ بِهِۦ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا)).
ژباړه: كه چېرته هغوى عمل کړی واى په هغه نصيحت چي هغو ته کیږي، نو دا به ورته د ډېر ښه والي او د زيات ډاډ او ثبات موجب ګرځيدلاى واى.
(4) دعا کول: نبى صلى الله عليه وسلم به دا دعا ﺯياته وياله:«يَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ».
ژباړه: اى د ﺯړونو اړونکيه ربه! ﺯما ﺯړه ستا پر دين ثابت او ټينګ پاتى کړى.
(5) صبر، لمونځ استغفار او دالله جل جلاله حمد او ثنا ويل په ثبات کې د مرستى اهم اسباب دي:
الله تعالى فرمايي:((فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنۢبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِىِّ وَالْإِبْكٰرِ)).
ژباړه: اې پېغمبره! صبر وکړه، د الله وعده پر حق ده، د خپل (اُمت) د ګناه لپاره بښنه غواړه او سهار او ماښام د خپل رب له ثنا او ستايني سره د هغه پاكي بيانوه.
Ответить на письмо
وروستي