راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان
یوولسمه برخه: د محبت او ښی رویې فضیلت
(۱) نیکانو خلکو سره د محبت او ناستی فضیلت:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ ».
ژباړه:«ته به له هغه چا سره یې چې ستا ورسره محبت وی»،أنس رضی الله عنه وایې:صحابه د دی حدیث په څیر په بل څه ندی خوشحاله شوی.
(۲) د مؤمنانو نارینو او ښځو لپاره د بښنی غوښتلو اجر:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَنِ اسْتَغْفَرَ لِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ كَتَبَ اللَّهُ لَهُ بِكُلِّ مُؤْمِنٍ وَمُؤْمِنَةٍ حَسَنَةً».
ژباړه:«څوک چې د مؤمنانو سړو او ښځو لپاره مغفرت غواړی، نو الله تعالی به ورته د هر مؤمن سړی او مؤمنی ښځی په مقابل کې یوه نیکی ولیکی».
(۳) چا ته د نیکی او خیر ښوولو ثواب:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِ فَاعِلِهِ».
ژباړه:« چا چې نیکی او خیر ته لارښوونه وکړه د هغه لپاره د کونکی په څیر اجر دی».
(۴) د بی وزله او کونډی سره د ښیګړی او مرستی کولو اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالْمِسْكِينِ كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ الله أَوْ الْقَائِمِ اللَّيْلَ الصَّائِمِ النَّهَارَ».
ژباړه:«د کونډی او بی وزله سره مرسته کونکی، د الله په لار کې د جهاد کونکی، د شپی تهجد کونکی او د ورځی روژه نیونکی په څیر دی».
(۵) یتیم د پالنی ثواب:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «أَنَا وَكَافِلُ اليَتِيمِ فِي الجَنَّةِ هَكَذَا, وَقَالَ بِإِصْبَعَيْهِ السَّبَّابَةِ وَالوُسْطَى».
ژباړه:« زه او د یتیم سرپرست به د قیامت په ورځ داسی یو او بیا یې خپله سبابه او منځنی ګوته باندی اشاره وکړه».
(۶) مسلمان ورور عزت نه د دفاع کولو اجر:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ رَدَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيهِ رَدَّ اللَّهُ عَنْ وَجْهِهِ النَّارَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».
ژباړه:«څوک چې خپل ورور د عزت نه دفاع وکړی، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د ده مخ د اور نه لیری کړی».
(۷) د ملاقات په وخت کی یو بل ته د لاس ورکولو(مصافحه کولو) ثواب:
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَا مِنْ مُسْلِمَيْنِ يَلْتَقِيَانِ فَيَتَصَافَحَانِ، إِلَّا غُفِرَ لَهُمَا قَبْلَ أَنْ يَتَفَرَّقَا».
ژباړه:«نشته دوه کسان چې د لیدنی په وخت یو بل ته لاسونه ورکړی، مګر دا چې الله جل جلاله به ورته له جدا کیدو مخکی بښنه وکړی».
دوام لري...
Ответить на письмо
وروستي