ټاکنې د خپلواکۍ او جمهوریت بقا تضمینوي

 
 
طبعا د افغانستان د ازادي او سرلوړي دښمنان نه غواړي چې دلته دې امن او ثبات وي، دلته دې پل، سړک یا فابریکه جوړه شي او د دې وطن لوڼه او زامن دې د علم او فن په ګاڼه سنبال شي، خو د ډاډ او خوشحالي ځای دی چې خلک اوس په خپل خیر او د وطن په خیر  تر بل هر وخت ښه پوهېږي. په همدې خاطر د دښمنانو په دسیسو نه غولېږي او د خپل نظام، حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړي دي.
نه یوازې په کوردننه، بلکې بهرمیشتي افغانانو زړونه هم له وطن او خپلو خلکو سره تړلي دي او دوی د وطن په مینه پایي. دوی ګران وطن ته د پوهې، پانګې، تخصص او مهارت په انتقال کې لویه برخه اخیستې او په حقیقت کې یې د خپلواکي په ساتلو او پاللو کې مهمه ونډه لرلې ده. د ګران افغانستان په ابادي او سرلوړي کې د دوی نقش د هېرېدلو نه دی.
موږ کلکه اراده لرو چې د ولسمشر غني د غازي امان الله خان نیمګړی فصل بشپړوي، مګر په دې برخه کې د ټولو ګډ مسوولیت دی چې د دغې ملي وجیبې د پوره کولو په برخه کې ټول هیوادونه یو تر بله د همکارۍ لاس سره ورکړي او خپلې هڅې له یو بل څخه درېغ نه کړي.
 نن سبا چې د جمهوري ریاست انتخابات په مخ کې لرو، ټول هیوادوال باید په کې پراخ ګډون وکړي او هغوی چې له هیواد څخه لیرې دي او په ټاکنو کې مستقیم ګډون نشي کولای، هیله ده چې په وطن کې خپل دوستان او عزیزان د ټاکنو په ملي پروسه کې ګډون ته وهڅوي او په دې برخه کې هم خپل مثبت نقش ولوبوي.
د افغانستان د بدخواهانو ارزو دا ده چې موږ نه اساسي قانون ولرو او نه مو خلک دا حق ولري چې په خپله خوښه خپل حکومت وټاکي. په یقین سره چې د خپلې خوښې د حکومت لرل زموږ د استقلال معنا تکمیلوي. د خپلې خوښې حکومت ته د رسېدو یوازینۍ لاره عمومي انتخابات دي او دایمي سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره دا ده چې د خپل لوی کور یعنې افغانستان د سرنوشت په ټاکلو او د حکومت په ټاکلو کې هیڅ افغان تر بل افغان زیات نه وي او هر وطنوال د یوې رایې حق ولري. یقینا چې سوله او ورورګلوي د عدالت او انصاف په ستنو ولاړه ده.