د سولې ادرس یواځې افغان حکومت دی

 / 
داسې ویل کیدل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې له طالبانو سره موقت حکومت منل شوئ، خو افغان حکومت نه غواړي مخکې له دی چې د سولې خبرې پیل شي، نظام له مینځه لاړ شي.
که دغه هوکړه د امریکایانو او طالبانو تر منځ وشي افغان حکومت یی د لاسلیک مسولیت نلری، خو امریکا هم دا صلاحیت نلری چی له طالبانو سره د افغان حکومت او افغانانو په راتلونکي باندې خبرې وکړي.
له حکومت پرته له نورو افغانانو سره د خلیلزاد لیده کاته هم د ډیپلوماتیک عرف خلاف عمل دی، ځکه هغه دامریکا په استازیتوب خبرې کوي، هوکړه لیک یواځې افغان حکومت ته نه بلکې دامریکا دامنیت شورا سلاکار ته هم وه سپارل شوې.
خلیل زاد غوښتل خبرې داسې مخته یوسي چې خپله لاسته راوړنه يې حساب کړی نور که سوله راځي یا نه د ده پکې کار نشته.
د موقت حکومت د رامنځ ته کیدو دستور طالبانو ته پاکستان ورکړی و او پاکستان یوځل بیا غواړی د نویمې لسیزې فورمول تطبیق کړي، هڅه کوي چی لومړی نظام له مینځه یوسي او وروسته د سولې خبرې پیل شي.
پاکستان پوهیږي چې له ډلو ټپلو او ګوندونو ترمینځ جوړجاړئ نه کیږي او افغانان به یو ځل بیا د نظام بنسټ پسې را واخلي او پاکستان به هغه هدف ته ورسیږي چې طالبان یې په همدې موخه راپورته کړي و.
پاکستان نه غواړي چې افغانان د یو سم نظام خاوندان وي چې په ارامۍ پریکړې وکړي او خلکو ته هوسا ژوند او ښه اقتصاد رامنځ ته کړي.
داسې هم نه ده چې طالبان پر افغان حکومت او افغانانو باندې تور لګوي چې د امریکا غلامان دي، افغان حکومت او افغانان له امریکا سره دوه اړخیزو ګټو هوکړې لري او د همدې هوکړو په اساس دواړه هېوادونه عمل کوي.
دا تبلیغات د پآکستان دي چې هڅه کوي افغانستان کې په دې ټاپه باندې د جګړې دوام ته لار جوړه کړي او تر همدې نوم لاندې نوي ځوانان جذب کړي.
افغانان اساسی حقوق لري چې یو د دولت جوړونه ده، هرڅوک چې زمونږ حقوق تر پښتو لاندې کوي په وړاندې به یی مقاومت کوو. افغان حکومت پوهیږی چی امریکا اوس دطالبانو غوښتنې ډیرې په پام کې نیولي دي او په دې هم پوهیږي چې د سولې په برخه کې دخلیل زاد پروسیجر ناکام ده، دا ټول دافغانانو داندیښنو لاملونه دي.
افغان حکومت په پياوړې دریځ سره وتوانید چې مقاومت وکړي او د امریکا او طالبانو ترمنځ هغه هوکړه لغوه کړي چې د افغانستان او افغانانو د راتلونکې په زیان وه، په دې سره افغان حکومت وښودله چې هر څه د امریکا په لاس کې نه دي، افغانان کولی شي خپل برخلیک خپله وټاکي او بل چاته به اجازه ور نه کړی چې د دوی له برخلیک سره لوبه وکړي.
افغان حکومت په بار بار ویلي چې اوس هغه وخت تللی چې د افغانانو د برخلیک پریکړې به اسلام اباد کې کیدلې، اوس افغانان ځان بساینې خواته روان دي او که جګړه یي پریږدي درې کلونو کې به د عوایدو او مصارفو توازن برابر شي.
طالبان به اوس پوه شوي وي چې پرته د افغان حکومت له ادرس څخه بل ادرس د سولې لپاره نشته او که طالبان غواړي سوله وکړي نو باعزته سوله له افغانانو سره ده، یواځینی ادرس چې اجرایوي صلاحیت لري هغه افغان حکومت دی.
که طالبان هر ځای سوله کوي، د سولې هوکړې کوې، بیا به هم افغان حکومت ته محتاجه وي چې اجرایوي برخه کې همکاري ورسره وکړي، طالبان یوه ډله ده او حکومت د پنځه دیرش میلونه خلکو استازیتوب کوي.