روهي (څلرونۍ/۲۷ د وږي)، د هېواد کرېکټ بورډ اداره وايي چې ډېر ژر به دغه بورډ خپل تلوېزیون او نشرات ولري. د کرېکټ بورډ ځانګړی تلوېزیون به د کرېکټ لوبې او اړوند نور مالومات خپروي.
د کرېکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي په ټوېټر ليکلي دي، " کرکټ ځانګړى ټلويزيون: ACB_TV
زما د ژمنې سره سم زموږ د کرکټ مینه وال به ژر د ACB_TV څخه د کریکټ میچونه وګوري!"
له دې وړاندې يو شمېر کورنيو تلوېزيونو د کرېکټ لوبې په ژوندۍ بڼه نشرولې. افغانستان کې کرېکټ د نورو ټولو لوبو په پرتله ډېر لېدونکي لري.
وروستي