غورځى دى او نارې دي

د زيږې ژبې غږ تيز وي لـه تفنګه
د پستې ژبې غږ پوست لـه نۍ وچنګه
د چنار سر ته چې ګورې پر سر لاس ږده
كه نه شي به دې لـه سره پګړۍ ړنګه
ستا د خيال ببرى خو ډير لـه ونې ټيټ دى
مراندې څله غځوې تر چنار دنګه
په غوږ، غوږ اوري خندا د رڼو ستورو
پاڼه، پاڼه يې راز وړي پر ژبه ګونګه
سروه غبرګه شي په ملا  كې تندى ټيټ كا
د چنار څانګه چې باد كړي ړنګه، بنګه
نن غزل دې زنګيدلى پر لار تير شو
ده نشه يې لـه شرابو كه لـه بنګه
توري يبلې پښې غزل پسې وتلي
لكه نياپسې لمسي وهي غړنګه
اوږۍ لاړه په سندره كې لـه لاړه
ته پرسپينه، سينه پروت اوسه لونګْ
شعر انځور دى د ښكلا وْ او دردونو
نه تكرار د څو غږونو بې اهنګه
د لفظونو غل، غدۍ كې را روان دى
ترې خبر شئ، بدلوي ځان په څورنګه
خيال، رديف، قافيي، انځور ته داسې خيال كړئ
لكه شپون چې رمه، څاري لـه پلنګه
ملنګ سر شي په كوڅو كې قلنګ غواړي
داسې هم شته قلنګ غواړي لـه قلنګه
له كلامه يې د ستغو، سپورو بوي ځي
چې په چا د فكرو خيال دنيا شي تنګه
وچكالي ده، د نغمو اسمان تبۍ ده
وريځ راولـه، راځه د رباب ترنګه
بلاربه ځمكه د هنر شه، زړي شنه كړه
زمرۍ هله شي، ځواكمنه چې شي لنګه
په سره توره، پرې سرونه پرې وشماره
د قلم توره د څنډوهه لـه زنګه
د مرګي لومې، لـه سپنې خولې راتاوې
په ورغوي كې  به سر وړې تر دې جنګه
په رضا دې راته ست د بوسې كړى
ناځواني ده چې در نشم تر پالنګه
ورتړلى پر كنډو، ورته راواوړي
د زړه باغ مې په غلا لوټ كړي شوخ وشنګه
د ژوندون اس دى يرغه او قدم دواړه
راپه شانشې مجنونه\\\" تر \\\"ملنګه\\\"
ترې مغلې انديښنې كړه په ترپكو
خيال ته ورشه د خوشال د تورې شرنګه
نه دې تاو ملاوستنې دى، لـه ملا نه
نه دې تيره ده مرمۍ د غوږ لـه څنګه
سمندر ښكاري واړه كب ته ډندو كى
څههسې سر وهې د غره لـه پرښې سنګه
څوك دې نشته د خبرې د ښمرې
د څيړۍ پاڼه څوك باسي لـه ګړنګه؟
يوه ورځ به دې د خپل كلي سپي مات كړي
چې پردي بام ته ورګورې لـه خدنګه
خوست 1379 د زمري دوهمه