دى خو درته غلى، په غزل انګار
مومئ په په ګرانه، داسې بل انګار
روح يې شو صيقل هنر يې وځليد
څو كه شو زړه ماتى په سل ځل انګار
توري يې راوستي، د هودې لاندې
ټول لكه ماران دا په كوم چل انګار؟
راز د ماښامي ستوري، يې زړه كې پټ
ښايي چې روښانه به وي تل انګا
رورك رانه د خيال په بيابان كې دى
ډېر مې لټولى، پل په پل انګار
تورې توتكۍ كږې، وږې ورځي
سترګې يې ورتورې په كجل انګار
كله يې كه ښكلي ته ونه كتل
وي به همغه شيبه، بدل انګار
ډكه لمن كاڼي پسې مه ګرځه
خير دى، يوه ورځ به دې شي خپل انګار
عمر يې د ګل مه شه دعا كوم
ګل دى د كوڅيو په هر ول انګار
غل د قلم ندى، نه د خيال غلګن
مينه غلا كوي، د مينې غل انګار
سپين سبا كوچۍ ترې كوچيدلې ده
شنې وړې لمبې چې كوي ځل انګار
وروستي