مور

څنګ تر څنګ ناست وو پلار او مور د ماشوم ماشوم د پلار غېږه كې ناز او كرشمې كولې په چاپيريال يې سترګي ښخې د هر څه يې نندارې كولې كله بې وپوښتل چي دا څه، بابا، اّڅه شى دي لا به يې سوال حل شوى نه وْ، وې يې داوګوره بيا به موسكۍ شولو خولګۍ به يې كټ، كټ خندا شوه د پلار په ږيره به يې ښخې كړې وړې منګولې
مستې به لاړه په شيبه كې له ژړا به شين شو وبه يې وې چې دغه غواړم، دغه نه غواړمه، هاغه غواړم پيا به يې وښرلې پښې دنه، اونه بدل كې داسې يې ډېر د ماشومتوب ليونتوبونه او نازونه كول لكه يو نوى هنر مند د ميږو، چرګو، غواو، سپو يې اوازونه كول بيا به يې ب، ت، ب، ت وويل له ځانه سره بابا، دادا، ادې، دادۍ به يې يويو وشميرل لدې ياغي، لدې ماشومې شيپې ستړى شولو سر يې ورو وركيښود د پلار پر ځنګون د خوب خوږې غېږې پسته غېږه كې وزنګاوه
د مړاوي ګل په شان يې سترګې مړاوې، مړوې كيدې اخر باڼو يې سره غېږي تاو كړې پټې شولې لا پرموخۍ يې دخوب كورته رسيدلې نه وه د پړكې شانته نيغ راكښيناست د خپل پلار غېږه كې او په ژړا كې يې دا ووې چې بوبو چيرې ده؟ پلار يې په غېږه كې ټينګ ونيو، داده زما له څنګه زويه ويده شه زما غېږه كې ارام ويده شه ماشوم ژړا ژړا كې ووې چې نه، نه پلار جانه ستا كلكه غېږه كې خوب نه كومه خوب نه راځي زه د مورجانې د پستې غېږې زانګو له ځمه چي پكې خوب وكړم او دمه وكړم  د خوست او كورمې پر لاره كب / 1375