غني په یوازې ځان بریالی شو

    نږدې لس میاشتې وړاندې چې د امریکا متحدو ایالتونو د استازی ډاکټر زلمي خلیلزاد او د وسله والو طالبانو استازو د سولې مذاکرات پیل کړل، نو ډېرو افغان سیاسیونو له خوشامندۍ او خوشباورۍ څخه ابوظبۍ، دوحې، مسکو او کراچۍ ته سفرونه وکړل. دوی فکر کاوه چې هر څه د امریکایانو او وسله والو طالبانو په لاس کې دي او له همدې امله به طالبان په نږدې راتلونکي کې واک ته ورسېږي.
 
د افغان سیاسیونو او یو شمېر هیوادونو دغه وضعیت طالبانو ته بې ځایه غرور ورکړ او په همدې خاطر چې څومره د سولې مذاکرات اوږدېډل، نو همدومره ورسره د طالبانو بریدونه هم زیاتېدل او دوی له افغان دولت سره د سولې له مذاکراتو څخه چورلټ انکار وکړ، مګر د سولې د تړون او پروسې تطبیقونکی افغان دولت دی، ځکه اجرایوي صلاحیت یوازې له افغان دولت سره دی او په همدې خاطر ډېرو فکر کاوه چې ولسمشر غني یوازې پاتې دی او په دې خاطر به همداسې یوازې پاتې وي.
 
مګر ولسمشر غني د دغه یوازېتوب باوجود په ټینګه او مېړانه د افغانستان له نظام، ملي ګټو او جمهوریت څخه په جرئت او صراحت ملاتړ وکړ او وې ویل چې جمهوریت هیڅ د بحث او بدلون وړ نه دی او نه ورباندې څوک معامله کولای شي. د دې ترڅنګ یې د تلپاتې او باعزته سولې خبره بیا بیا او په تاکید وکړه او وې ویل چې افغانان د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.
 
همدا تېره اونۍ چې د وسله والو طالبان د نهم پړاوو خبرې پایته ورسېدې او ډاکټر خلیلزاد کابل ته راغی، نو د ټولو  اټکل دا وو چې د سولې تړون به لاسلیک شي او د امریکا او طالبانو ترمنځ به ډزبندي وشي او حتی زلمي خلیلزاد له طلوع سره په وروستۍ مرکه کې هم داسې ښودله چې دوی له طالبانو سره موافقې ته رسېدلي دي او افغان دولت دې هم  له طالبانو سره  خپله ستونزه په خپله حل کړي.
مګر لا هم ولسمشر غني په خپل دریځ ثابت پاتې شو او لا یې هم د جمهوریت، تلپاتې او باعزته سولې ننګه وکړه او بالاخره د ولسمشر غني دغه ثابت دریخ او ملي مقاومت رنګ راوړ او د پنجشنبې د تروریستي برید له امله د امریکا ولسمشر چې د افغانانو په ګډون یو امریکایي هم په کې وژل شوی و، له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه اعلان کړل او په دې ډول ولسمشر غني په یوازې ځان بریالی شو، ځکه د سولې هغه مذاکرات چې د افغانانو له  سترګو پناه د تړلو دروازو تر شا ترسره  شول او ټولو یې په اړه اندېښنه لرله له ناکامۍ سره مخ شول.