له خپلو اتلانو سره همکار اوسئ

    امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ ملي اتلان دي، ځکه دوی شپه او ورځ په ګرمۍ او یخنۍ او هر ډول شرایطو کې ویښ او بیدار وي. دوی زموږ د هیواد د دفاع او د خلکو د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ورکوي او په دې برخه کې پام وړ هلې ځلې کوي.
 
زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې او سرښندنې به هغه مهال لا موثرې وي چې ولس له دوی سره همکار واوسي او ولس باید همکار وي، ځکه چې څومره د ولس او د ځواکونو ترمنځ همکاري او همغږي زیاته وي، نو همغومره هم د وطن، هم د ولسونو او هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو په خیر ده.
 
د ولس همکاري داده چې مشکوکو، ورانکارو او تروریستانو او نورو ناوړه اشخاصو ته دې په خپلو سیمو کې ځای نه ورکوي، د هغوی پر وړاندې شته معافیت، غفلت او بې پروایي باید له منځه ولاړه شي. دا د هر فرد دیني، اسلامي، افغاني او انساني مسوولیت دی چې د جرایمو او مجرمینو مخه ونیسي، که یې خپله مستقیمه مخه نشي نیولی او محافظه کاري کوي، نو حداقل دې امنیتي او دفاعي ځواکونه ته پر وخت خبر او معلومات ورکړي.
 
د ملي امنیت عمومي ریاست په همدې خاطر ۱۰۰۱ او ۱۹۱۹ شمېرې اعلان کړي دي، ترڅو هیوادوال ورسره خپلې اړوندي امنیتي ستونزې شریکې کړي، د جرمونو، مجرمینو، ورانکارو او مخربینو په اړه معلومات ورکړي، ترڅو مسوولین د هغوی د مخنیوي او له منځه وړلو پر وړاندې پر وخت اقدام وکړي او ولس د هغوی له شر او بریدونو څخه خوندي کړي، نو هیله ده چې ټول هیوادوال په دې برخه کې توجه وکړي، له امنیتي ارګانونو سره همکار واوسي او خپل مسوولیت په ښه او اساسي توګه ترسره کړي.
 
تر هغو چې ولس همکاري ونه کړي او د ورانکارو اشخاصو، ډلو او ګروپونو په اړه مسوولینو ته پر وخت معلومات او اطلاعات ورنه کړي، نو خدای مکړه د ډېرو ناوړه پېښو او جرمونو به نه یوازې شاهدان و، بلکې په هغه کې به شریکان هم یوو، نو په دې خاطر باید د ولس په توګه ویښ او هوښیار واوسو.