افغان لوبډلې فوټبال کې بنګله دېش مات کړ

روهي( څلورنۍ/۲۰ د وږي )، د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام او د اسیايي ملتونو جام ټاکنیزو لوبو دویمه سیالۍ کې بنګله دېش ته د یو ګول په ورکولو سره ماتې ورکړه.
 
په دې لوبه کې اویس عزیزي، نجیم حیدري، حسن امین، امید پوپلزی، شریف محمد، نور حسین، فرشاد نور، ادم نجم، زبیر امیري، فیصل شایسته او جبارز شرزه ګډون کړی.
 
دا لوبه د تاجکستان دوشنبه ښار کې پرون ماښام وشوه او د افغان لوبډلې لپاره دا ګول لوبډلمشر فرشاد نور د لوبې په ۲۷ دقیقه کې وکړ.
 
د لوبې دویم پړاو کې که څه هم افغان لوبډلې پر بنګله دېش سخت ګوزارونه وکړل، خو کوم بل ګول یې ونه شو کړای.
 
د دوشنبې مرکزي لوبغالي ته د دې سیالۍ لیدلو لپاره شاوخوا درې زره افغان او تاجک لیدونکي ورغلي و.
 
افغانستان د نړیوال جام پیلیزو سیالیو په اي ډله کې له قطر، عمان، هند او بنګله دېش سره ځای لري