
اساسي قانون په وضاحت سره د سولې او جنګ اختیار دولت ته ورکړی دی، ځکه چې دولت د قانون په چوکاټ کې هم مسوول دی او هم باید د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره هلې ځلې وکړي، مګر کله چې د سولې اختیار د نورو لاسته ولوېږي، بیا دغسې مسخره ورڅخه جوړه شي، لکه خلیلزاد چې سوله مسخره کړه.
څو میاشتې وړاندې چې خلیلزاد د سولې مذاکرات پیل کړل، نو افغانانو ډېره هیله مندي لرله او دوی ګڼله چې که خدای کول نور به له جنګونو، وژنو، ناامنیو او بدمرغیو بې غمه شي، مګر ولسمشر غني ته هغه مهال هم د خلیلزاد هڅې د پوښتنې وړ وې او په دې خاطر یې بار بار له هغه څخه وضاحت غوښتی، مګر ترپایه پورې خلیلزاد نه د ولسمشر غني قناعت او رضایت ترلاسه کړ او نه یې هم د هغه شکونه او اندېښنې لیرې کړې.
د سولې دغه مذاکرات په میاشتو میاشتو اوږده شول، ولس هم د سولې راتګ ته شیبې شمېرلې، مګر په دې وروستیو کې چې اټکل کېده د سولې مذاکرات وروستي پړاوو ته نږدې شوي دي، نو وسله والو طالبانو جنګ ته شدت ورکړ، انتحار او انفجار یې زیات کړ، نو دوی داسې ګڼلې وه یا د خپلو بهرنیو بادرانو له لوري ورته ویل شوي وو چې که هر څومره جنګ او انفجارات زیات کړي، نو همغومره به له امریکا سره د سولې په مذاکراتو کې زیات امتیازات ترلاسه کړي، مګر له بده مرغه چې د زیات امتیاز ترلاسه کولو په هوس کې یې هرڅه له لاسه ورکړل.
حتی د افغانانو د سولې هیله یې په نهیلۍ بدله کړه، ځکه پلازمېنه کابل کې د شش درک سیمه کې په وروستي موټر بم کې د ګڼو افغانانو ترڅنګ د یو امریکایي وژلو د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرامپ غوسه راوپاروله او په دې خاطر چې له یوې خوا د سولې خبرې روانې دي او له بل لوري وسله وال طالبان په عامو خلکو تروریستي بریدونه کوي، نو د سولې روانه پروسه یې لغوه اعلان کړه.
د ډونالډ ټرامپ له دې اقدام سره هم د وسله والو طالبانو ملا ماته شوه او هم د دوی د بادار پاکستان شومې هیلې په اوبو لاهو شوې، ځکه طالبانو سل په سلو کې داسې ګڼله چې همدا نن او سبا به پلازمېنې کابل ته داخلېږي، نظام به سقوط کوي او دوی به د چارو واګې په لاس کې اخلي او په دې ډول به پاکستان خدای مکړه په دې وتوانېږي چې خپل لاسپوڅی حکومت په کابل کې رامنځته کړي، مګر دا خوب و، خیال و او جنون و، ځکه دوی له دې نه و خبر چې له ولسمشر غني سره مقابل دي، له داسې چا سره چې هیڅ نه له خپل دریځ څخه اوړي او نه د زور او فشار په نوم کوم څه پېژني، ولسمشر غني په خپل بېساري مقاومت او استقامت سره دا هر څه له منځه یووړل او یو ځل بیا یې ولس ته دا ثابته کړه، چې د پردیو یوه لویه دسیسه چې د نظام او د هیواد بقا یې ننګوله له منځه لاړه او په دې خاطر ولسمشر غني پر موږ ټولو احسان وکړ او د دغه احسان قدرداني یې پر موږ ټولو حق ده.