روهي (يوه نۍ/۱۷ د وږي)، د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پر خيلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې سوله د ولس اړتيا ده او ولس بايد د نيابتي جګړو قرباني نه شي.
نوموړي د ټرمپ د وروستي پرېکړې په اړه ويلي دي چې حکومت بايد په بېړه تحليل ونه کړي. د سولې په خبرو کې د پيل په وخت کې هم چا ورسره مشوره ونه کړه، په لغوه کېدو يې هم او د بيا شروع کېدو په وخت کې به هم څوګ له افغان حکومت سره مشوره ونه کړي.
عطا محمد نور د ټاکنو په اړه هم ويلي دي، چې په راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو کې د درغليو او نه روڼتيا شونتيا شته چې دوی به يې د مخنيوي هڅې وکړي.
وروستي