روهي( یوه نۍ/۱۷ د وږي )، د بنګله دېش پر وړاندې يوازېنۍ ټېسټ لوبه به د نوموړي وروستۍ ټېسټ لوبه وي. همدا ډول به نوموړی په پنځوس اوريزو او شل اوريزو لوبو کې د افغانستان ملي لوبډلې استازولي کوي.
محمد نبي ویلي دي چې دا یې یو ارمان و چې افغانستان د ټېسټ لوبو سټېټس ته ورسوي او هغه یې پوره شو، کوښښ به مې دا وي چې زما پر ځای یو ځوان لوبغاړی راشي ځکه چې مونږ په کال کې یوه یا دوه د ټېسټ لوبې لرو ترڅو پورې مونږ په آینده کې د ټېسټ لپاره یوه لوبډله ولرو.
محمد نبي زیاته کړې ده چې اوس به کوښښ کوي چې د ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو لپاره ځان په پوره ډول اماده کړي.
وروستي